اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان هدايت كړې چې د آزادۍ ورځې د ډائمنډ جوبلي د دستورې مركزي پېغام اتحاد٬انصاف او په خپل آزاد حېثيت فخر كول پكار دے٬په دې اړه دې دستورې لپاره مواد منفرد٬مستند او زمونږ تاريخ په نظر كښې نيولو سره وضع كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاكستان ډائمنډ جوبلي 2022 دستورې تيارۍ په اړه د جائزې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز كل٬شهزاد نواز٬د اطلاعات سېكرټري شاهيره شاهد او سينئر افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د ډائمنډ جوبلي د دستورو لمانځلو مقصد به د متحد پاكستاني قوم په خپله آزادۍ د فخر څرګندونه وي۔په دستورو كښې د قائداعظم او علامه اقبال نظريات په ډاګه كول دي۔ده ووئيل چې سږ كال د آزادۍ په ورځ به نړۍ وګوري چې پاكستانې قوم متحد او قوي قوم دې۔متنوع كلتور٬قدرتي وسيلې او همغږي زمونږ اصل پېژندګلي ده۔ده هدايت وكړو چې د آزادۍ دستورو لپاره مواد منفرد٬مستند او زمونږ تاريخ په نظر كښې نيولو سره وضع كړې شي٬ د آزادۍ ورځې د ډائمنډ جوبلي د دستورې مركزي پېغام اتحاد٬انصاف او په خپل آزاد حېثيت فخر كول پكار دے۔خاص مرستيال شهزاد نواز وزيراعظم ته د دستورو د تيارو په اړه بريفنګ وركړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان ډائمنډ جوبلي 2022 دستورۍ تيارۍ په اړه د جائزې غونډه
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil