اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د هېواد اعلٰې تعليمي ادارو كښې په داخلو كښې د اضافې او د لوړ معيار د آئي ټي ګرېجوېټس په تيارولو زور رواړې دغسې چې هنر مند او د لوستي افرادي قوت په ماركيټ كښې زيات شوې طلب پوره كړې شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د كامسېټس پوهنتون اسلام آباد پحقله د بريفنګ غونډه مشرۍ كولو په مهال كړې دې۔ د كامسېټس پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر محمد تبسم افضل د بريفنګ په مهال په هېواد كښې د تعليم وده كښې د پوهنتون د كردار نه خبر كړو٬ ده غونډه د سائبر سکيورټي انسټي ټيوټ او د فېصل آباد، سيالکوټ او جهلم پشمول د هېواد په اهم ښاريو كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ (پي پي پي) له مخې د کامسېټس يونيورسټي اسلام آباد كېمپسز جوړولو د پېشرفت نه هم خبره كړه۔ صدر مملکت د يونيورسټۍ په وژن نظرثاني كولو او د آئي ټي ګرېجويټس شمېره زياتولو ته خاص پام كولو سره د دې د ورچوئل استعداد زياتولو په حاجت زور رواړو۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د پاکستان پوهنتونونه دې د رامخې ته شوې ټيکنالوجيز لكه مصنوعي ذهانت، کلاؤډ کمپيوټنګ او د ډېټا اناليسز په څانګوه كښې تحقيق او پرمختګ ته پام كول پكار دې
د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د كامسېټس پوهنتون اسلام آباد پحقله د بريفنګ غونډه
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea