اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د مقتول خبريالانو ارشد شريف او صدف نعيم د پېښو په اړه حقائق به رامخې ته كوو٬ د پنجاب يو خبريال په تهاڼه كښې د صدف نعيم د خاوند څخه ليكل واخستل چې هغه نوره كاروائي كول نه غواړي٬ د پېښې د ميرټ په اړه به پلټنې كولې شي ٬د اشتهاراتو پالېسۍ نورو پلټنو كولو لپاره هڅې روانې دي٬ د 13 كاله دمې نه پس د ټي 20 ورلډ كپ لپاره په راډيو پاكستان كمنټري بحال كړې شوې۔ دې د دې خيالاتتو څرګندونه د اطلاعاتو او خپرونو قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې په خبرو كښې وكړه۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيئرپرسن جويريه ظفر وكړه۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې د 1979 فلم سنسر بورډ بدلوٶ۔ دې ووئيل چې په فلم انډسټري ټېكس زيرو كړی شوې۔ وفاقي وزير د خبريالانو ارشد شريف او صدف نعيم په المناك مرګ د افسوس څرګندونه كولو سره ووئېل چې د دې پیښو به بشپړه پلټنې كولې شي او د دې تفصيلاتو څخه به راتلونكې قائمه كمېټۍ په غونډه كښې خبرولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل چې په پاكستان كښې به د خبريالانو تحفظ باوري كوي په دې لړ كښې قوانين سختوٶ۔ دې ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت پخپله څلور كلنه موده كښې په خبريالانو بندېزونه لګولو سره په دوي ژوند ګران كړې۔ دې ووئيل چې په كينيا كښې د پاكستاني خبريال وژنه د نه قبلېدو وړ ده۔ د كمېټۍ چيئرپرسن د هتك عزت قوانين په لا قوي كولو زور راوړو۔ د غونډې په پېل چيئرپرسن مقتول خبريالانو ارشد شريف او صدف نعيم ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د هغوي د بخښنې لپاره يې دعا وكړه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو نفیسه شاہ، کرن عمران ډار، ذوالفقار علی بیهن او مائزہ حمید ګډون وكړو او د اطلاعاتو سیکریټری شاهیرہ شاهد، د پاکستان الیکټرانک میډیا ریګولیټری اتھارټی (پیمرا) چیئرمین سلیم بیګ، د اے پی پی منیجنګ ډائریکټر اختر منیر او د اطلاعاتو او خپرونو وزارت اړوند ادارو سينئر افسران هم موجود وو
د مقتول خبريالانو ارشد شريف او صدف نعيم د پېښو په اړه حقائق به رامخې ته كوو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب د اطلاعات د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون