د اپوزيشن مشران د نوټونو تھيلې په پارلماني غړو پسې ګرځوي٬ د فضل الرحمن، زرداري او د شهباز شريف وكټې به په يو ياركر غورځوم٬ د وزيراعظم عمران خان په تېمرګره، كوز دير كښې جلسې ته وېنا


تېمرګره 11 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بې باورۍ تحريك نه يوه ورځ وړاندې په ډي چوك كښې د لوئې اولسي جلسې اعلان كولو سره وئيلي دي د اپوزيشن مشران د نوټونو تھيلې په پارلماني غړو پسې ګرځوي، “دودھ کا دودھ اور پاني کا پاني” كېدونكې ده ٬ د فضل الرحمن، زرداري او د شهباز شريف وكټې به په يو ياركر غورځوم، درې واړه ما په نخښه كړي٬ نه مې د چا په وړاندې سر ټيټ كړے او نه به د خپل قام سر ټيټېدو له وركړم، حکومت خو وړه خبره ده كه د ځان قرباني وركول وي نو هم به دا شوكمار نه پرېږدم، پاکستان كښې ډيزل او پټرول د دبئي نه هم ارزان دي٬ د هېواد سلامتيا لپاره قوي پوځ ضرورې دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په كوز دير تېمرګره كښې جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د كلمه طيبه په بنياد جوړ شوے ٬ كلمه طيبه يوه بشپړه فلسفه ده٬ د بل په وړاندې سر ټيټي خلق په نړۍ كښې هېڅ عزت نه لري٬ په شمېر لږو مسلمانانو د قېصر او كسريٰ غوندې سپر پاورز له ماتې وركړې ، ده ووئېل نړۍ يوازې د خود داره قام عزت كوي٬ پاكستان خود دار جوړول٬ فلاحي رياست قائمول او عدل ٬ انصاف راوستل او طاقتور د قانون تابع كول زمونږ د منشور برخه ده او دا منشور مونږ د مدينې د رياست ماډل نه اخستے دے،ده ووئېل محمدۖ د نړۍ وړومبے فلاحي رياست جوړ كړے ٶ٬ وزيراعظم ووئيل 35 كاله حكومت كوٶنكي نن راغونډ شوي٬ په نړۍ كښې زمونږ د شين پارسپورټ عزت د دوي په سبب نشته٬ ځكه چې د ماضي واكمنو هېواد قرض دارے كړے٬ د لويو طاقتونو په وړاندې سر ټيټي وو، ده ووئېل د كال 2000ء نه تر 2018 د نواز شريف او زرداري په حكومتونو كښې په هېواد 400 ډرون بريدونه شوي او بې ګناه خلق وژلې شوي خو دوي يو ځل هم غندنه قدرې نه ده كړې ځكه چې د دوي د اربونو روپو اثاثې بهر پرتې دي٬ د دې بريدونو په ضد يوازې تحريك انصاف په سړكونو چغې سورې وهلي او تحريك انصاف تل د ډرون بريدونه غندنه كړې،ده ووئېل د نوازشريف په دور كښې مودي زمونږ ځواكونو ته ترهګر وئيل خو نواز شريف يو ځل د مودي غندنه نه وه كړې او د خارجه دفتر وياند ئې هم د هند په ضد د بيان وركولو نه منع كړے ٶ، ده ووئېل د ماضي واكمنو پېسې په بهر هېواد كښې پرتې دي او د كوم هېواد پېسه چې بهر وي ھغوي خپلواكه خارجه پاليسۍ نشي جوړولې، مونږ قائداعظم خپل ليډر منو، ھغه صادق، امين او مړنے ٶ، د انګرېز په سترګو كښې ئې سترګې اچولې او هېواد ئې آزاد كړے او دغه مقصد لپاره ئې هر ډول قربانۍ وركړي ۔ وزيراعظم عمران يخان ووئيل نه ما چاته سر ټيټ كړے او نه به خپل قام چا ته سر ټېټې كړو۔ وزيراعظم ووئيل فضل الرحمن وائي چې په اقتدار كښې د راتللو سره به ادارې سموٶ۔ وزيراعظم ووئېل نن كه پاکستان محفوظ دے نو دا د پاك پوځ له امله دے، د هېواد سلامتيا لپاره قوي پوځ ته اړتيا وي، د اسلامي نړۍ حالات ته اوګورې نو په ھغوي يو غذاب نازل شوے ٬ په عراق، سوريه، صوماليه او په افغانستان كښې څه روان دي هغه د ټولو په وړاندې دي٬ ده ووئېل كوم هېواد چې خپل طاقت نه لري ھغه آزاد نشي پاتې كېدے، د ماضي واكمنو د هېواد ټولې ادارې تباه كړې، په عدالتونو بريدونه شوي٬ قاضيان اخستے شوي، چيف جسټس په كوتكو زغلولے شوے او په فون كال د ججانو څخه پرېكړې كېدلې٬ ميډيا ته به لفافې او بډې وركړې كېدې۔ ده ووئيل نواز شريف د ټولو نه زيات بزدل ٬ بهګوړا او دروغژن دے، وړمبې ئې دروغ ووئيل چې مشرف سره د لسو كالو هېڅ لوظنامه نه ده شوې او دا ځل د رنځ په بهانه بهر تخښتېدلے ٬ نواز شريف د چھانګا مانګا سياست ته وده وركړې٬ د غړو بيعه به لګېده او جنرل آصف نواز ته د رشوت وركولو هڅه ئې كړې٬ ده ووئېل په کھټمنډو كښې ئې مودي سره پټ ملاقات كړے او هم نواز شريف په کشميريانو ظلمونه كونكے مودي په واده رابللے ؤ۔ ده ووئيل فضل الرحمن خو ھغه كس دے چا چې د امريكې سفير ته وئيلي وٶ چې ما له هم موقع راكړې ، آصف علي زرداري د هېواد لويه بيماري ده٬ په مېمو ګېټ ئې امريكې ته چيټۍ ليكلې وه چې ما بچ كړې، وركوټے شوباز شريف وائي چې د اروپائي ائتلاف غندنه كول ما ښه نه دي كړي ، هغه په ټائي، قمېض او سوټ كښې وائي ما له بايد د حكومت موقع راكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل نواز شريف په سوشل ميډيا د امريكې صدر سره ناست ليدلے كېږي چې په لاس كښې ئې پرچي نيولې او د ھغه ”کانپيں ټانګ” رپېدې او وېرېدلې ناست وٶ چې چرتا آقا ناراضه نشي٬ او د غلا پېسه ئې ونه نيولې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل بلاول خو ماشوم دے ٬ د ھغه څه وكړو، سندھ څخه ئې خلق په پېسو راوستي وو او بيا په آخر كښې ئې خپل پېغام كښې وئيلي ”کانپيں ټانګ” رپېږي٬ وړاندې ګورۍ نوې نوې لفظونه به راځي،” كله چيني كري او كله باران راځي” د بلاول په زبردستي د ليډر جوړولو هڅې روانې دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ هېواد د فلاحي رياست جوړولو په لاره روان كړے ٬ د نړۍ په مالدارو هېوادونو كښې هم د يونيورسل هيلتھ کوريج سهولت نشته خو نن د پاکستان هر وګړے د صحت كارډ په صورت كښې د لس لكهه روپو هېلته انشورنس لري، پاکستان به نړۍ لپاره مثال جوړېږي٬ ده ووئېل د كورونو جوړولو لپاره پور وركوو٬ د كروندګرو فلاح او فني تعليم لپاره اقدامات روان دي او دوي ته قرضې وركړې كېږي۔ وزيراعظم ووئېل ګراني په ګرده نړۍ كښې ده ٬ د احساس راشن كارډ له مخئ دوه كروړه كورنيو ته سبسډي وركوٶ او اولس ته به په كريانه سټور اوړه٬ غوړي او چيني 30 فيصده ارزان وركړے كېږي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زما درې شوكمارو سره مقابله ده ٬ ما هغوي په نخښه كړي٬ دوي زما نه اېن آر او غواړي ٬ حكومت خو لږ څيز دے كه زما ځان ځي نو هم به دا شوكمار نه پرېږدم، ده ووئېل به زندانونو كښې بې وسه كسان پراته دي او طاقتور مجرمان بهر ګرځي، تر څو چې مې په وجود كښې دم وي٬ انصاف لپاره به جنګ كوم۔ ده ووئيل د اپوزيشن مشران د نوټونو تھيلې په پارلماني غړو پسې ګرځوي، په لويديز كښې د ضمير خرڅولو تصور نشته او كه په چا شك ولرلې شي نو ھغه په ټولنه كښې چا تا د مخ ښودلو جوګه نه پاتې كېږي، زمونږ د هېواد بدمرغي ده چې دې شوكمارو 35 كاله حكومت كولو سره د ښه او خراب تمير ختم كړے ، ده ووئېل د سېنېټ په ټاكنو كښې د يوسف رضا ګېلاني د پي ټي آئي غړي ته د پېسو وركولو وېډيو رامخې ته شوې وه٬ په لويديز كښې كه داسې پېښه وشي نو ذمه وار به به زندان كښې وي۔ وزيراعظم ووئيل د شهباز شريف د نائب قاصد په بېنك اكاٶنټ كښې هم 3.75 اربه روپۍ راوتې دي، شهباز شريف چې كله نېب ته وړاندې كېږي نو په ملا كښې ئې دړد وي او چې كله په اسمبلۍ كښې تقرير كوي نه د بس كولو نوم نه اخلي۔ وزيراعظم ووئيل د عدم اعتماد د تحريك مېچ به ستاسو كپتان ګټي او بيا به اوينې چې زه دې شوكمارو سره كوم سلوك كوم۔ په دې مهال جلسې ته وفاقي وزير شاه محمود قريشي، مراد سعيد او د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان هم وېنا وكړه

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس