اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي)د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان د زيارت په ماښام د اسلام آباد نه لاهور ته رسېدلے۔د پنجاب اعلٰې وزير په علامه اقبال هوائي ميدان د تركيه اولس مشر تود هركلے وكړو۔ په دې مهال د صوبائي كابينې غړي٬ سينئر چارواكي او نور شخصيات موجود وو۔ په كلتوري او رواياتو لباس كښې دوه كوچنيانو مېلمه اولس مشر ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ د تركيه اولس مشر به د علامه اقبال پارك د بنياد تيګه ږدي او په حضوري باغ قلعه لاهور كښې به د ماښختن په مېلمستيا كښې ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا