اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شيشر ګلېشيئر تالاٶ څخه د اوبو د اخراج په نتيجه كښې په شوې تباهې د بېړنې اقداماتو حكم كولو سره وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان د اولس د ځان او مال حفاظت دې وكړې شي او محفوظ ځايونو ته منتقلي دې باوري كړې شي. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم ځپليو سيمو ته په بېړنې توګه د خوراك، داروګانو او ضروري سامان رسولو امر كړے دے. وزيراعظم وفاقي ادارو ته د ګلګت بلتستان د حكومت د بشپړه مرستې كولو حكم كولو سره د زيان او ځپلي اولس په اړه رپورټ طلب كړے دے. وزيراعظم په قراقرم لويه لار د حسن آباد پل لوېدو په وجه د متبادل لارې تيارولو، د زرعي او څښكلو د اوبو د نظام د تباهې په نتيجه كښې د زيان او د دوه بجلي ګهرو د ځپل كېدو د اندازې لګولو هدايت كولو سره په بېړنې توګه د 700 او 250 مېګاوټ بجلي ګهرو د بحالې حكم هم كړے. وزيراعظم هدايت كړے چې د بجلي ګهرو د بحالې او رغونې اخراجات به وفاقي حكومت ادا كوي. د قراقرم لوئې لارې د زيان په اړه رپورټ هم طلب كړے شوے. وزيراعظم ووئيل چې د ځپلي اولس بيړنې مرستې او بحالې لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي. وزيراعظم د ځپليو كورنيو په زيان دوي سره غمرازي هم وكړه.
د ګلګت بلتستان د اولس د ځان او مال حفاظت دې وكړې شي او محفوظ ځايونو ته منتقلي دې باوري كړې شي. د وزيراعظم شهباز شريف د شيشر ګلېشيئر تالاٶ څخه د اوبو د اخراج په نتيجه كښې په شوې تباهې د بېړنې اقداماتو حكم
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ