اسلام آباد 19مارچ (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه معاشي٬كلتوري او دفاعي اړيكو ته د لا ودې وركولو ضرورت دې٬ نړيواله ورورولي دې د سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې د كشمير مسئلې حل لپاره مثبت كردار ترسره كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د سري لنكا چيف آف ډيفنس سټاف او كمانډر جنرل شوندرا اسلوا سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔صدر مملكت ووئيل چې پاكستان سري لنكا سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيوال چارو متفقه رائے لاري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي٬كلتوري او دفاعي اړيكو ته به لا وده وركول وي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د بدھ سېلګرو لپاره يو زړه راښكونكې منزل دے٬د سري لنكا خلكو ته په پاكستان كښې د مذهبي او قدرتي ځايونو دورې كولو ترغيب وركولې شي۔ صدر مملكت د سري لنكا چيف آف ډيفنس سټاف و كمانډر جنرل شوندرا اسلوا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو څخه خبر كړو۔په دې موقع سري لنكا چيف آف ډيفنس سټاف و كمانډر جنرل شوندرا اسلوا ووئيل چې پاكستان د سري لنكا يو نزدې او عزيز ملګرے هېواد دې٬سري لنكا پاكستان سره شريكې اړيكې لا ښه كول غواړي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان اوسنۍ د سري لنكا دورې سره به دوه اړخيزې اړيكې لا مضبوطې شي۔ هغه په سختو حالاتو كښې د سري لنكا په ملاتړ د پاكستان مننه وكړه
صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د سري لنكا چيف آف ډيفنس سټاف ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ