اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي ??مغ??ۍ خاص استازي علامه حافظ ط??هر محمود اشرفي وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان لخوا د رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ جوړولو په نتيجه كښې په اسلامي نړۍ كښې د خوشحالې جذبه رامخې ته شوې ، د رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ جوړېدو سره به د سيرت مصطفٰی صلی الله عليه وآله وسلم په رڼا كښې به نه يوازې ټولنې بلكې د راتلونكو نسلونو اخلاقي او معاشرتي لارښونې كله مرسته تر لاسه شي. د ګل په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل اسلامي نظرياتي كونسل يوه آئيني او قانوني اداره ده، د دې مېنډېټ قانون جوړولو له مرسته كول دي خو رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټي به ځوانانو او راتلونكو نسلونو لپاره اخلاقي او معاشرتي حل وړاندې كړي. علامه حافظ ط??هر محمود اشرفي ووئيل وزيراعظم عمران خان به د رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ سرپرست وي، د اتهارټۍ په جوړولو كار روان دے. ده ووئيل په دې وخت كښې اسلاموفوبيا يو لوي چېلنج جوړ شوے، د رحمت ا??لعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ د پلېټ فارم د لارې به مونږ نړۍ د سيرت مصطفٰی صلی الله عليه وآله وسلم څخه خبره كړو چې آقا صلی الله عليه وآله وسلم رحمت ا??لعالمين دے. ده ووئيل د تعليم يو ډول نصاب د اوسني حكومت لويه كارنامه ده.
د رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ جوړېدو سره به نه يوازې د ټولنې بلكې د راتلونكو نسلونو اخلاقي او معاشرتي لارښونې له مرسته تر لاسه شي. د وزيراعظم خاص استازے علامه حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada