اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم او??نګزېب وئېلي دي عمران خان د توشه خانې څخه په لږه بيعه ډالۍ ??خس??ي او په زياته بيعه ئې خرڅې كړي٬د هغه آمدن چې څومره د توشه خانې څخه زيات شوے دومره هغه په 41 كلونو كښې نه دي ګټلې٬عمران خان له به مني ټريل وركول وي٬د عمران خان د 41 كلونو ډكليئرډ آمدن يو پلو او د توشه خانې څخه ترلاسه شوو ډالو څخه آمدن بل پلو۔د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبنو دوو مياشتو كښې هغه د توشه خانې څخه 85 ملين روپۍ ګټلې دي او په څلورو كلونو كښې 58 ډالۍ يې ځان سره اېښودې دي٬د كومو ماليت چې 142 ملين جوړېږي۔عمران خان درې څيزونه په درې كروړه اغستي٬هغه سره دا روپۍ د چرته نه راغلي٬هغه له به خپل مني ټرېل وركول وي٬ځكه چې په وړومبي كال كښې خو د عمران خان آمدن دومره نه ؤ چې د درې كروړه روپو څيزونه ئې ??خس??ي۔د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې مريم او??نګزېب ووئيل د هېواد معيشت تباه كونكي معاشي ترهه ګرو په خپل دور كښې د اقتصادي اشاريو په اړه دروغ وئېلي٬هغوي دروغجن دي٬دې ووئيل هغوي په هېواد كښې د ګرانۍ٬قرض اغساو او بې روزګارۍ پشمول د خارجه پالېسۍ د تباهۍ ذمه وار دي٬مريم او??نګزېب ووئيل عمران خان د توشه خانې څخه په 20 فيصده بيعه ډالۍ ??خس??ې او يو په څلور په زياته بيعه يې خرڅې كړي۔د 50 فيصده نوې حكم نامه د هغې نه پس جاري شوې٬دې ووئيل زما ډالۍ زما خوښه نه٬دا ډالۍ د پاكستان رياست دي۔دې ووئيل پخواني وزيراعظم عمران خان درې څيزونه په درې كروړه ??خس??ي او بيا يې په 14 كروړه خرڅ كړي۔دې ووئيل ډالۍ د هغه نه بلكې د وزيراعظم په نامه وه كومه چې خرڅېدې نه شي۔ د اطلاعات وزيرې مريم او??نګزېب ووئيل د عمران خان د كور ودانې په اېف بي آر كښې د ټېكس اندراج تر 2018 شته چې پكښې د هغې نامه د عمران خان سره نه ده۔د اېف بي آر په ريټرنز كښې د هغې نامه پخوانۍ ده۔ الېكشن كمېشن كښې د فارن فنډنګ كيس ذكر كولو سره دې ووئيل اكبر اېس بابر د تح??يك انصاف په فارن فنډنګ اعتراضات كړي۔د تح??يك انصاف څخه چې پوښتنه وشي نو په ځواب كښې سپكې سپورې وائې او دړكې وركوي۔دې ووئيل الېكشن كمېشن فارن فنډنګ كيس په حقله په كمېټۍ كښې تح??يك انصاف د مسلم ليګ(ن) په فنډنګ اعتراض نه دے كړے٬د دې مطلب دا دے چې پاكستان تح??يك انصاف په دې پوهه دے٬چې د مسلم ليګ(ن)څومره هم اكاؤنټس ډكليئر دي هغه سم دي۔دې ووئيل سټېټ بېنك د پي ټي آئي لاهور د آنډكليئر اكاؤنټس تفصيلات الېكشن كمېشن له وركړي٬تر نن د مسلم ليګ(ن)په فنډنګ مراسله نه ده لېږلې شوې٬دې ووئيل پاكستان تح??يك انصاف د قامي ادارو په ضد كمپائن پېل كړے ٬د دې مقصد لپاره يې روبوټېك ټوېټس او سافټ ويئر استعمال كړے٬پي ټي اے ته د دغې ربوټېك ټوېټس د لارې د قامي ادارو په ضد په ټوېټس كولو په سمدستي توګه د ايكشن ??خس??و سپارښتنه شوې دغسې د كورنيو چارو وزارت او اېف آئي اے هم چمتو كړے شوي۔ مريم او??نګزېب ووئېل پاك پوځ٬عدليې او د پاكستان رياست په ضد ?? كمپائن اجازه به چا له ورنه كړې شي ۔
عمران خان د توشه خانې څخه په لږه بيعه اغستې ډالۍ په زياته بيعه خرڅې كړي٬د هغه آمدن چې څومره د توشه خانې څخه زيات شوے دومره هغه په 41 كلونو كښې نه دي ګټلې٬عمران خان له به مني ټريل وركول وي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج