لاهور 16فروری(اے پی پی)د پاكستان او افغانستان ترمينځه د شريك تجارت ودې لپاره يو مهم ګام پورته كړے شوے ٬ په دې لړ كښې د لاهور چيمبر يف كامرس اينډ انډسټري ٬ د پاكستان افغانستان جوائنټ چيمبر اف كامرس اينډ انډسټري او د افغانستان چيمبر آف كامرس اينډ سره په مفاهمتي يادښت لاس ليك شوے۔د لاهور چيمبر صدر ميا نعمان كبير٬د پاك افغان جوائنټ چيمبر چيئرمېن زبير موتي والا٬د افغانستان چيمبر آف كامرس اينډ انويسټمنټ خان جان اوركزئي او د افغان چيمبر صدر سلطان صافي د خپلو ادارو لخوا په اېم او يو لاس ليك كړے او د لاهور چيمبر سينئر نائب صدر ميا رحمان عزيز چن او د ايګزېكټو كمېټۍ غړي هم په دې موقع موجود وو۔د پاك افغان جوانئټ چيمبر چيئرمېن زبير موتي والا وئېلي دي افغانستان يو لينډ لاكډ هېواد دے او مونږ د نړيوال قوانين له مخې د لارې وركولو پابند يو۔ده ووئيل افغانستان كښې غربت د تجارت ودې سره ختمېدے شي۔ده ووئيل په افغانستان كښې مالياتي اصلاحات ضرورت دي ۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي پلاويو په تبادله او د مېډيكل ټورازم په وده هم زور راوړو۔د لاهور چيمبر صدر ميا نعمان كبير ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه سفارتي اړيكې قائم دي٬په تاريخ كښې ځينې آزمېښتي وختونه راغلي خو پاكستان تل د افغان وروڼو سره ولاړ دے۔دواړه هېوادونه نه يوازې ښه ګاونډيان دي بلكې د سارك او او آئي سي غړي هم دي۔ده ووئيل افغانستان د پاكستان لويې تجارتي همكارانو كښې يو دے٬دا د څو لسيزو څخه د پاكستانو مصنوعاتو لپاره مهم ايكسپورټ ماركيټ دے۔افغانستان د پاكستان برآمدات په اعتبار سره 7م او د درآمدات په لحاظ سره په 21 لمبر دے۔ميا انجم نثار د شريك تجارت ته ودې لپاره په حكمت عملۍ او د تجارتي پلاويو د تبادلې په ضرورت زور راوړے۔پلاوي د لاهور چيمبر بېلو څانګو دوره هم وكړه۔د لاهور چيمبر پخوانې سينئر نائب صدر امجد علي جاوا٬پخوانې نائب صدر ميا زاهد جاوېد احمد٬طاهر منظور چوهدري٬د ايګزېكټو كمېټۍ غړو ميا عتيق الرحمان٬ملك محمد نديم٬ملك رياض اقبال٬ميا جبار خالد٬يوسف شاه٬خالد محمود او پخوانې ايګزېكټو كمېټغ ۍړي معظم رشيد په دې موقع موجود وو
د پاك افغان تجارت ودې لپاره د لاهور چيمبر٬افغان جوائنټ چيمبر او د فغانستان چيمبر ترمينځه په مفاهمتي يادښت لاس ليك
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا