اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) د ايوان صدر جامع مسجد څخه د جمعې لمونځ او خطبه نېغ په نېغه نشر كړې شوه٬ صدر مملكت ٬ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن او د ايوان صدر چارواكو او عملې د جمعې لمونځ ادا كړو۔ په دې موقعه د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خطبه وركړه۔ هغه خپله خطبه كښې عباداتو سره سره د معاملاتو د بهترۍ په اهميت رڼا واچوله۔ هغه د رسول اكرم (ص) سيرت څخه د ښه اخلاقو ٬ د انسانيت احترام او صله رحمۍ اړخونه په ډاګه كولو سره ووئيل د رسول كريم (ص) كردار او شخصيت زمونږ لپاره رول ماډل دے٬ مونږ له به د منبر ٬ محراب او ميډيا د لارې هغه صفات عام كول وي د كومو خپلولو سره چې زمونږ ټولنه د بهترۍ په لوري مخ په وړاندې تللې شي۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعاګانې وغوښتلې شوې۔ دې نه وړاندې صدر مملكت عارف علوي په يو ټويټ كښې وئيلي وو چې د اولس لارښودنې لپاره به ايوان صدر څخه هره جمعه 15 دقيقو لپاره بهترين مقررين خطبه وركوي۔
د ايوان صدر جامع مسجد څخه د جمعې لمونځ او خطبه نېغ په نېغه نشر كړې شوه٬ صدر مملكت ٬ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن او د ايوان صدر چارواكو او عملې د جمعې لمونځ ادا كړو
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados