اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې، په اسلام آباد كښ?? پوليسو لپاره د پنځه اربه روپو په لګ??ت د 100 بسترو روغتون به د روان مالي كال په مهال جوړ كړے شي، تحريك طالبان پاكستان سره مذاكرات او لوظنامه د پاكستان د آئين له مخې كېد?? شي. د خالي په ورځ د سېف سټي دورې په مهال مېډيا سره په خبرو كښ?? ده ووئيل چې سېف سټي د امن او امان صورتحال باوري كولو لپاره ضروري ده، په لويو ښارونو كښ?? د دې ډېر ضرورت دے، اسلام آباد د پاكستان پايه تخت دے، له بده مرغه دلته په سېف سټي كښ?? ځينې تكنيكي خامې وې ځكه دا پروژه ونه چلېده. په دې وخت كښ?? د دې كورېج دېرش فيصد دے، وزيراعظم شهباز شريف پرېكړه كړې چې د دې كورېج دې سږ كال 100 فيصده كړ?? شي. ده ووئيل چې د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې، په اسلام آباد كښ?? پوليسو لپاره د پنځه اربه روپو په لګ??ت د 100 بسترو روغتون به د روان مالي كال په مهال جوړ كړے شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل چې مذاكرات كېږي راكېږي، د آئين نه ماورا به نه ټي ټي پي سره مذاكرات وكړل شي او نه به كومه لوظنامه كول?? شي. ده ووئيل چې په دې لړ كښ?? كوم هم پېشرفت وشي، پارلماني كمېټي به خبرول?? شي او بيا به په دې په قومي اسمبلۍ كښ?? بحث كول?? شي.
د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې. رانا ثناالله
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ