اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د كورونا د زياتېدونكو كېسونو جاج اخستلو لپاره د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿اېن سي او سي﴾ خاص غونډه د خالي په ورځ وشوه. د جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع اېن سي او سي په هېواد كښې د كورونا په مثبت كېسونو زياتېدو اندېښنه وښودله او وې وئيل چې د كورونا وائرس زياتېدونكے رجحان د سختې اندېښنې وړ دے. د اېن سي او سي له مخې د كورونا د مثبت كېسونو شرح د 5 نه تر 6 فيصده زياته شوې. اېن سي او سي په كورونا قابو موندلو لپاره د پنجاب د حكومت د اقداماتو ستائنه وكړه. اېن سي او سي د وفاقي ټولو اكائيو ته ووئيل چې هغه دې اېس او پيز عملي كولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي. په غونډه كښې د كورونا د نوي قسم په خپرېدو خبرې وشوې. په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا په ځينې ښارونو كښې د لاك ډاٶن پراختيا پشمول په بېلا بېلو ا قداماتو غور وكړے شو. د ځينې هېوادونو څخه په نړيوال سفر د لا بندېز پرېكړه به اړوند ډلو سره د مشورې كولو نه پس كولې شي.
د كورونا د زياتېدونكو كېسونو جاج اخستلو لپاره د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر خاص غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت