اسلام آباد30جون (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد اسرار ترين امنيتي او دفاعي نندارتون(سيډك) كښې ګډون لپاره په سركاري دوره تركيه ته رسېدلے دے۔ په دې موقع وفاقي وزير د تركيه خپل همڅنګ سره ملاقات كړے۔ د دفاعي پېداوار وزارت وياند له مخې وفاقي وزير محمد اسرار ترين به د ترکيه په پايه تخت انقره كښې په دفاعي نندارتون كښې ګډون كوي۔ د دې نه وړاندې انقره ته په رسېدو په تركيه كښې د پاكستان سفير سائرس سجاد قاضي، صدر سيډک هلال اونال او د انقره استقباليه کمېټۍ غړو په هوائي مېدان د وفاقي وزير تود هركلے وكړٶ۔ په دې موقع د ترکيه د دفاعي صنعت صدر اسماعيل ديمير سره وفاقي وزير اسرار ترين د سېكورټي او دفاعي كنفرنس په مهال ملاقات كړے۔ د دې نه پس وفاقي وزير د نندارتون په افتتاحي دستوره كښې ګډون وكړو۔ دغسې وفاقي وزيردبېلا بېلو كمپنو لخوا د لګولې شوو سټالونو دوره هم وكړه
د دفاعي پېداوار وفاقي وزير محمد اسرار ترين امنيتي او دفاعي نندارتون كښې ګډون لپاره په سركاري دوره تركيه ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔