پېرس 23 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جي اېس پي پلس اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي چې په ??ې لړ كښې قوي سياسي عزم موجود دې۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د اروپا کمېشن مشر ارسولا وان ډېر ليين سره ليدلي٬ د دواړو مشرانو ترمينځه دا ملاقات د نوې مالياتي لوظنامې سرمشريزې غونډې په مهال شوې۔ وزيراعظم د روان كال په مهال د جنورۍ په 9مه نيټه جنيوا كښې په ??وي “ريزيليئنټ پاکستان کنفرنس” كښې په ګډون كولو د اروپا د كمېشن مشر من??ه وكړه۔ ده اروپائي ادارو سره په ګډه د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د پاكستان د عزم څرګندو??ه وكړه۔ وزيراعظم د پاکستان او د اروپا ترمېنځه د لوړې كچې رابطې خوشبينه ګرځولو سره د اروپا د كمېشن مشر ته د پاكستان دورې بل??ه وركړه۔ د جي اېس پي پلس د اهميت حواله وركولو سره وزيراعظم د دې په ټرېك كېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې په ??ې لړ كښې قوي سياسي عزم موجود دې۔ د اروپا ك??ېشن صدر د كال 2022 سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائ??ه وكړه او د خپل اړخه يۍ د ملاتړ جاري ساتلو باور وركړو۔ ده د جي اېس پي پلس پشمول د اروپائي ائتلاف او د پاكستان ترمېنځه د جاري مرستې د كچې هم ستائ??ه وكړه
وزيراعظم شهباز شريف د اروپا كمېشن مشر سره وليدل٬د جي اېس پي پلس په ټرېك كېدو د اطمينان څرګندونه، د پاكستان دورې بلنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد