اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د پارليمان شريكه غونډه نن د ګل په ورځ ماښام 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به صدر مملكت ډاكټرعارف علوي خطاب كوي۔ د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ د شريكې غونډې وخت بدل كړے شوے دے۔ دا غونډه اول سهار 11 بجې رابللې شوې وه بيا صدر مملكت د آئين آرټيكل 54 او 56 له مخې ترلاسه اختيارات كارولو سره د دې غونډې په وخت كښې بدلون وكړو۔ د صدر مملکت خطاب سره به د موجوده اسمبلۍ څلورم پارليماني كال پېل شي۔ بلخوا دې غونډې لپاره خصوصي انتظامات شوي دي
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria