اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد وئيلې دي د ګوادر پورټ منصوبه به د منطقې د انقلابي پرمختګ ضامن وګرځي ٬ پاکستان او چین ته د رېل په لويديز روټ اېم اې?? ون او ټو پټلۍ ښه كولو لپاره ??ه تندۍ سره كار كولو ته اړتيا ده۔ د زيارت په ورځ وفاقي وزير دا خبرې د چين سفير سره ملاقات كښې كړې۔ ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رېل په روانو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه او په منصوبو د كار رفتار په ګړندي كولو خبرې وشوې۔ د پېښور كراچۍ په مېن لائن ون (اېم اې?? ون) د منصوبې ډيزائن سټډي زر بشپړولو هم خبرې وشوې٬ په 1800 كلوميټره رېل ټرېك منصوبې به نزدې 8 اربه ډالره لګښت راځي ??و دا به په پنځه كاله كښې بشپړېږي۔ شېخ رشید احمد په دې موقع دا خو??ي ښكاره كړه جې د وزيراعظم عمران خان د چين راتلونكې دورې په مهال اېم اې?? ون منصوبې باندې به حتمي لوظنامه وكړې شي۔ ده ووئيل د اېم اې?? ون منصوبه د رېلوے ??و د هېواد معيشت لپاره ډېره مهمه ده٬ د چین شراکت دارۍ ته به د رېل په نورو منصوبو كښې هم پاملرنه كولې شي۔ ده چين ته د كوئټه ٬ زاهدان او تفتان (ايران) د رېلوے لائن په اپ ګرېډېشن كښې د شراكتدارۍ بلنه هم وركړه ٬ ده ووئېل پاکستان او چین ته د رېل په لويديز روټ اېم اې?? ون او ټو پټلۍ بهترولو لپاره ??ه تندۍ سره كار كولو ته اړتيا ده٬ د دې روټ بشپړېدو سره به ګاٶنډي هېوادونو چين ٬ افغانستان٬ ایران، او مېنځني آسيائي هېوادونو كښې د رېل لنګ جوړ كړې شي۔ په دې موقع د چين سفير ياٶ جنګ ووئيل د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره روډ ??و د رېل انفراسټركچر ??ه تندۍ سره ترقي وركول ضروري ده ٬ په دې لړ كښې به د پاكستان رېلوے سره مرسته كوٶ
د رېلوے وزیر سره د چين سفير ياٶ جنګ وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ