لاهور۔2 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي چې د آډیو لیکس په اړه بايد بشپړه پلټنې وكړې شي٬ اسلام د انسانيت د حقونو محافظ دے٬ په مسلم اكثريتي هېوادونو كښې د اقليتونو د حقونو د تحفظ ذمه واري د مسلمانانو ده٬ د پاكستان آئين او قانون د اقليتونو د حقونو تر ټولو لويے محافظ دے٬ د نبي كريم (ص) د تشريف راوړلو څخه وروستو د مېرمنو د حقونو تحفظ وشو۔ د پاكستان علماﺀ كونسل تر سېوري لاندې په ټول هیواد کښې کنفرنسونه، سیمینارونه او غونډې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پېغام رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ طاهر اشرفي ووئيل چې علماﺀ كرام به د راتلونكې جمعې په خطبو كښې د مېرمنو او اقليتونو په حقونو او سيرت مصطفی (ص) رڼا اچوي۔ د سېلاب ځپليو د مرستې په اړه ده ووئيل د سېلاب ځپليو مرسته كول يوازې د وزيراعظم او د پوځ سرلښكر ذمه واري نه ده بلكې پاتې سياسي مشرتابه به له هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ وروستو خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د ټرانسجېنډر اېكټ حوالې سره مونږ د خپلې كم علمۍ او ناكامۍ اعتراف كوؤ۔ دا خبره دا افسوس وړ ده چې په كال 2018ﺀ كښې جوړ شوي د دې اېكټ په اړه پاكستاني اولس مذهبي طبقې ته هېڅ علم نه وو۔ دا د پارليماني ګوندونو ذمه واري ده چې هغوي پارليمان كښې د كېدونكې قانون سازۍ حوالې سره خپل بشپړه كردار ترسره كري او د هر هغه قانون سازۍ په ضد غږ پورته كړي كومه چې د اسلامي تعليمات او د پاكستان د آئين خلاف وي۔ ده ووئيل د ټرانسجېنډر اېكټ په اړه د جمعيت علماﺀ اسلام لخوا وړاندې كړې شوې بل د ستاينې وړ دې او پاكستان علماﺀ كونسل د هغې ملاتړ كوي٬ مونږ هيله لرو چې حكومت به د ولس او مذهبي ټولنې جذبات په نظر كښې نيولو سره په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئیل چې بې له شکه چې نرښځیان یوه مظلومه ډله ده، باید د دوئي هر ډول ملاتړ وشي. د يوې پوښتنې په ځواب کښې ده ووئيل په اوسنيو سياسي حالاتو کښې دآډيو ليکونو راتلل د انديښنې وړ خبره ده اؤ بايد په دې اړه پوره پلټنې وشي.
د پاكستان آئين او قانون د اقليتونو د حقونو تر ټولو ستر محافظ دے٬ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس