اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې چين د پاكستان باوري دوست دے ٬ د سي پېك په صورت كښې د چين مرسته هېڅكله نشو هېرولې، د چين او پاکستان اړيكې اوږدې او پراخه دي٬ چين په هره سخته كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چين نوموړې كمپنو نمائندګانو سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان او چين دوستي وخت سره لا قوي شوې ده، پاکستان په هره څانګه كښې د چين مرستې ته اړتيا لري، په تېرو دريو لسيزو كښې چين بې مثاله ترقي كړې ده په خاص توګه د كركيلې او صنعت په څانګه كښې د چين معاونت ته اړتيا لرو۔ وزيراعظم ووئيل زرعي پېدوار زياتولو لپاره به د چين تجربو څخه استفاده كوٶ، د صنعتي څانګې پرمختګ لپاره هم تجرباتو څخه پاكستان ګټه پورته كول غواړي۔ ده ووئيل په ټولو چېلنجونو به په ښه ډول قابو مومو۔ وزيراعظم محمد شهباز ووئيل سي پېك د چين او پاکستان ترمېنځه اهمه منصوبه ده۔ ده ووئيل چين د پاكستان د بهروسے وړ دوست دے ٬ د سي پېك په صورت كښې د چين مرسته هېڅكله نشو هېرولې ، د چين او پاکستان اړيكې اوږدې او پراخه دي٬ چين په هره سخته كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده
د چين سرمايه کارو ته به هر ډول ممكنه سهولتونه وركولې شي۔ د وزيراعظم د چين نوموړو كمپنو نمائندګانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس