اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر سره په پاكستان كښې د جاپان نوي سفير واډا مټسوهيئر د نهې په ورځ ليدلې دي۔په ملاقات كښې په بېلو څانګو كښې په مرسته ٬ په خاص اقتصادي زونز ٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د سباؤن په سرمايه كارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير اسد عمر د جاپان نوي سفير هركلي كولو سره ووئيل په پاكستان كښې د جاپان كمپنۍ د پاكستان سره پخوانۍ كاروباري اړيكې لري او په زيات مقدار د سرمايه كارۍ او د روزګار موقعو د لارې ئې د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې كردار تر سره كړے۔ وفاقي وزير اسد عمر د جاپان سوداګرو او سرمايه كارو ته د پاكستان دورې كولو او په هېواد كښې د انفراسټركچر پرمختګ په اړه د سرمايه كارۍ موقعو لټولو بلنه وركړه ۔د جاپان نوي سفير واډا ووئيل دا زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې په خاص توګه په دې مهم وخت كښې د جاپان او پاكستان د اړيكو په پرمختګ كښې خپله برخه اچوم ٬ د كوم تاريخ٬كلتور چې په زړه پورې او وګړي شه دي۔ده ووئيل د جاپان ډېر سرمايه كار SEZs كښې د سرماي كارۍ خوښي لري٬مونږ له به د دغې سرمايه كارو په سباؤن كښې په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره آسانۍ وركول وي۔ده باور وركړو چې د جاپان سرمايه كار به په سباؤن كښې نوره سرمايه كاري وكړي او د پاكستان خپل هم څنګو سره به همكاري ولري
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر سره په پاكستان كښې د جاپان نوي سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania