اسلام آباد۔17جون(اے پی پی)قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په چینو، پيو او د خوراك څښاك په څيزونو د نوې ټېكسونو ختمولو ٬ د كوچنيانو په ملك پاؤډر د ډيوټي بېرته اخستلو او د سركاري ملازمينو په تنخا كښې لږ تر لږ د 20 فيصده اضافې كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي حكومت كه د جدي پاتے كېدو څرګندونه كوي نو اپوزيشن به مرسته كوي۔ د 383 اربه روپو نوې ټېكسونو سره به هېواد كښې ګراني لا سوا شي۔ د حكومت ټول زور د احتساب په نامه اپوزشين څخه د انتقام په اخستو مصرف كېږي۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 2021-22ء په بجټ بحث پېل كولو سره شهباز شريف ووئيل دا ايوان د پاكستان د 22 کروړه اولس نمائندګي كوي۔ د تېرو څلور پينځه ورځو نه چې څه شوي په هغې افسوس دے۔ د ايوان د هرې يوې ورځې خرچه كروړونه روپۍ ده كومه چې د اولس د ټېكسونو د لارې ادا كولې شي۔ دلته يوه يوه ګھړۍ د اولس امانت ده۔ دا څه چې دلته شوي پاكستان ته نه بلكې ټولې نړۍ ته يو ناوړه پېغام تلے۔ په دې اوسنو ورځو كښې چې كومه قانون سازي شوې د آئين او قانون لمخې نه ده شوې۔ هغه ووئيل د خزانې وزير د 66 پاڼو تقرير وكړو او په هره پاڼه ئې د ګرانۍ ٬ بې وزلۍ ٬ بې روزګارۍ او معاشي بدحالۍ ذكر كړے۔ حقيقت دا دے چې په كال 2018ء كښې مسلم ليګ چې څه وخت حكومت پرېښودلو نو جی ډی پی 5.8 فیصد وه كومه چې د پي ټي آئي په اولني كال كښې 2.1 فیصده ته راغلې۔ د كووېډ نه وړاندې دا 0.5 فیصد ته راغله۔ دا د 1952ء نه وروسته تر ټولو ټيټه شرح وه۔ دوه كروړه كسان د بې وزلۍ كرښې نه ښكته تلي دي۔ د سركاري ملازمينو آمدن كم شوے دے۔ 50 لكه كسان بې روزګاره شوي دي۔ د بېروزګارۍ شرح 15 فيصده او د ګرانۍ 16 فيصده ده۔ د خوراك څښاك څيزونو بيعو كښې 30فيصده اضافه شوې ده۔ نن په هر يو پاكستاني وګړي قرضه 175 زره ته رسېدلې ده۔ هغه ووئيل په كال 2018ء كښې د معيشت حجم 313 اربه ډالره و كوم چې اوس 296 اربه ډالره ته راغلے دے۔ هغه ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې د ملازمينو تنخا كښې دې كم از كم 20 فيصده اضافه وكړې شي او د مزدور تنخا دے 25 زره روپۍ ته ورسولې شي او دې كښی دې ای او بی آئی هم شامل كړے شي۔ په اېل اېن جي آر اېل اېن جي دې ټېكس ختم او د برېښنا او ګاز بلونه دې د كال 2018 كچې ته راوستلې شي۔ كرونده ګرو له دې كركيلې سره د اړوندو څيزونو او سرو بيعې دې ټيټې كړې شي۔ په مشينرۍ دې سېلز ټېكس ختم كړې شي۔ د سي پېك په منصوبو دې سمدستي عمل وكړے شي۔ هغه ووئيل سپریم کورټ درې مياشتې وړاندې بلدياتي ادارې بحال كړې وې
د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف قومي اسمبلۍ كښی د راروان مالي كال په بجټ د خيالاتو څرګندونې
مضمون کا ماخذ : پاور بال