پينډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه سره د شيلا جيكسن لي په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز صورتحال او بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوي،د امريكې پلاوي د سيلاب له امله په شوې زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې جي ايچ كيو پينډۍ كښې سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه سره د امريكې د شيلا جيكسن لي په مشرۍ كښې ملاقات كونكې پلاوي كښې تھامس سوزي، اليګزينډراين ګرين هم شامل وو۔ ملاقات كښې د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او په بيلو دوه اړخيزه څانګو كښې په مرسته خبري اتري شوي۔پلاوي پاكستان كښې د سيلاب له امله په شوي تباهۍ د غم دړد څرګندونه كړې او په سخت وخت كښې د سيلاب ځپليو د مرستي وړنديز ئې كړے۔د امريكې پلاوي سيمه ايز استحكام لپاره د پاكستان هڅي ستائلي او دوه اړختيزه مرستي زياتولو له ئې د كردار ترسره كولو د عزم پخلے كړے،سرلښكر د امريكې پلاوي په مرسته مننه كولو سره ووئيل د نړيوالو شراكتدارو مرسته به د ځپليو بحالۍ كښې مهمه وګرځي۔ دغسې پلاوي د سندھ سيلاب ځپليو سيمو دوره وكړه ، د امريكې پلاوي له په سندھ كښې د رواني مرستې او د بحالۍ په كارونو بريفنګ وركړے شو۔
جنرل قمر جاويد باجوه سره شيلا جيكسن لي په مشرۍ كښې پلاوي وليدل،په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څركندونه، آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : گرم گرم