پېنډۍ 30 دسمبر (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د كرونا وباء په ضد د وړومبني صف عسكرو په توګه د طبي عملې د مثالي كردار او خدمات ستائنه كولو سره وئيلي دي د پاکستان اولس خفاظت او سلامتيا باوري كولو لپاره به ټول ترلاسه وسائل كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کالج آف فزیشنز اېنډ سرجنز پاکستان 54م كانووكېشن دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې وكړه ۔ د کانووکېشن دستوره په جناح كنونش سنټر اسلام آباد كښې شوې۔ د سرلښكر كانووكېشن ته په راتګ د كالج آف فزیشنز اېنډ سرجنز پاکستان نائب صدر پروفېسر شعیب شفیع هركلے وكړو۔ په دې موقع سرلښكر كامياب ګرېجوېټس ته ډګرۍ او د اعلٰې كاركردګۍ په څرګندونه مېډلز هم وركړل۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه ته د کالج آف فزیشنز اینډ سرجنز پاکستان اعزازي فیلو شپ هم وركړے شو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه كامياب ګرېجوېټس ته مباركي وركړه او په خاص توګه د پاکستان ډاکټرز/فزیشنز د عصري نړيوال فورمز برابر اړوندو څانګو كښې د پوهې ترلاسه كولو ئې د کالج آف فزیشنز ایند سرجنز پاکستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ډاكټران او د صحت كاركنان اتلان دي چا چې د ټولو چېلنجونو باوجود د كرونا په مهال د پاکستانو وګړو حفاظت او خېرښګرې لپاره ډېرې ستړې كړي۔ ده ووئيل قام ھغه ټولو ډاكټرانو او طبي عملې ته پېرزوئنې وړاندي كوي چا چې د وباء په مقابله كښې خپل ځانونه قربان كړي او يو شمېر قېمتي ځانونه ئې بچ كړي۔ د قامي صحت د پالنې په نظام كښې د آرمي ميډيكل كور د بشپړه مرستې ذكر كولو سره سرلښكر ووئيل د پاکستانو وګړو حفاظت او سلامتيا باوري كولو لپاره به ټول ترلاسه وسائل كارولې شي
د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د کالج آف فزیشنز اېنډ سرجنز پاکستان 54م كانووكېشن ته وېنا
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil