مهمند 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي زمونږ په دور كښې پيل شوي 10 بندونه به تر 2028 بشپر شي، تيرو حكومتونو په بيړه لوظنامه كولو سره آئي پي پيز څخه روپۍ خوړلي دي ،اوبه،تخم او ماحوليات په شان مسئلې د بندونو په جوړولو حل كيږي،فوډ سكيورټي لپاره مونږ بشپړه منصوبه راوړې ،بندونو جوړولو سره به 80 لكهه ايكړه زمكه د اوبه خور جوګه شي۔ده د شورو په ورځ مومندو كښې د مومند ډيم دورې په موقع ميډيا سره خبرې كولي۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمود خان، د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود وؤ۔وزيراعظم ووئيل زمونږ لپاره تر ټولو آرزانه برېښنا پيدا كولو ذريعه بندونه وؤ كومې ته چې پام لرنه نه ده شوې ،چين كښې 80 زره كوچني بندونه جوړ شوي،لوي څښتن مونږ له اوبه راكړي ټول هېواد كښې كوچني بندونه جوړيدې شي۔ ده ووئېل مونږ ديامر بھاشا او د مومندو دوه لويو بندونو پشمول په 10 بندونو كار پيل كړے،دې سره به آرزانه برېښنا پيدا شي۔ده ووئيل بندونو سره به 80 لكهه ايكړه زمكه د كروندي جوګه شي ،آبادۍ كښې زياتوالي سره د فوډ سيكيورټي مسئله ده، غنمو پېدا كونكې هېواد په توګه د غنمو درآمد كولو سوچ هم نه شو كيدے خو بيا هم دغسې وشوه۔ده ووئيل فوډ سيكيورټي ته اړټيا ده،مونږ نړۍ له تخم وركولے شو خو مونږ كركيلي ته پام لرنه نه ده كړې ،مونږ كه په وخت اقدامات ونه كړو نو مسئلو سره مخ كيدے شوو ،دې بند سره به پېښور ته 300 ګيلنه اوبه ترلاسه شي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل په ماضي كښې بهر څخه په قرض اخستو پاور پراجيكټ كمېشن لپاره لګولې شوي، دغه آسانه طريقه ده۔ده ووئيل د هغه لوظنامو سره د كوم په لګښت چې برېښنا پيدا كيږي په هغې صارفينو له نه شي وركړې كيدې كه بيعه زياته شي نو بيا وګړي پرېشانه كېږي۔ ده ووئېل پاكستان د 50 زره ميګاواټ پن برېښنا استعداد لير خو په هغې كار نه دے شوے۔ده ووئيل د ګرځنده قرض بنيادي وجه پيداوراي لګښت او د خرڅولو بيعه كښې فرق دے،مونږ په 2018 كښې 480 اربه روپۍ وركړي كومي چې په 2023 كښې 1455 اربه روپو ته به ورسي۔دا ډير لوي پېټے دے، مونږ خبري اترې او هڅي كوو د دې به څه حل راوېستلے شي،آئي پي پيزسره خبرو اترو كښې ډير فرق راغلے۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل مونږ په 2018 كښې لس لوئ بندونه پيل كړي هيله لرو چې تر 2028 به بشپړ شي،مونږ انتخابي سياست په ځائې د اوږدي مودي منصوبي پيل كړي، په ماضي كښې د ووټ ترلاسه كولو سوچ لرلے شو چې له امله ئې ګرانه برېښنا پيدا شوې ،آئي پي پيز څخه كمېشن اغستلے شوے۔ ده ووئيل مونږ د كوويډ په مهال تر ټولو زيات پام دې خبري ته كړې چې روزګار ونه ځپلے شي ځكه مونږ بشپړ لاك ډائون نه دې لګولے، ګاونډي هېواد هند كښې دا مهال نتيجې د ټولو په وړاندي دي،ده ټولو پاكستانيانو ته غږ وكړو چې ماسك استعمال كړي،دغسې چې په دريمه چپه قابو ومومو۔دې څخه وړاندې وزير اعظم عمران خان د شورو په ورځ د مومند ډيم دوري په مهال د كار جاج واخست، د واپډا چيئرمين ليفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسين په منصوبه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔ د مومند ډيم د بنياد تيګه وزيراعظم عمران خان په 2 مئي 2019 اېښودي وه
زمونږ په دور كښې پيل شوي 10 بندونه به تر 2028 بشپړ شي، تيرو حكومتونو په بيړه كړې لوظنامي كښې آئي پي پيز څخه روپۍ خوړلي، د وزيراعظم عمران خان د مومند ډيم دورې په موقع ميډيا سره خبري
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری