په پېسه جوړېدونكے سېنېټر به پيسه ګټي، پخوا د اوپن بېلټ غوښتنه كوونكي نن ولې وروستو شوي ، پي ډي اېم غلا بچ كولو لپاره جوړ شوے، برآمدات زياتېدو سره به روپې قوي او ګراني كمه شي. د وزيراعظم عمران خان مېډيا سره خبرې


اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د سېنېټ ټاكنو لپاره د سياستمدارو منډي لګېدلې ، د 30 كلونو څخه د سېنېټ په ټاكنو كښې ووټونه خرڅېږي، په بلوچستان كښې د يو سيټ بيعه د 50 نه تر 70 كروړه روپې ده ، پنځه كاله وړاندې ماته په خپله د سېنېټ په ټاكنو كښې د پېسو آفر شوے ؤ، په پېسه سېنېټر جوړېدونكے به پيسه ګټي، پخوا د اوپن بېلټ غوښتنه كوونكي نن ولې وروستو شوي ، پي ډي اېم غلا بچ كولو لپاره جوړ شوے، برآمدات زياتېدو سره به روپې قوي او ګراني كمه شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په كلر سيدان كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل سوال خو دا دے چې آيا دلته د سياستمدارو د ضمير سودا كېږي كه نه، په رشوتونو وركولو ضمير اخستلے كېږي. اېم پي اېز او سېنېټرز د هېواد مشران دي. په رشوت وركولو د سېنېټر جوړېدو او د اېم پي اېز د ضمير خرڅېدو لړې د 30 كلونو نه روانه ده او تر ټولو لوي سوال دا دے چې په دې كښې سياسي مشرانو ته هم پېسه په لاس ورځي. وزيراعظم ووئيل ما ته په خپله پنځه كاله وړاندې د سېنېټ په ټاكنو كښې د پېسو آفر شوے ؤ. كله چې سياسي مشرانو ته معلومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې پېسه چلېږي نو دوي ئې د مخ نيوي هڅه ولې نه ده كړې. دوي په خپله پېسې ګټي نو ځكه دوي په دې لړ كښې هېڅ نه دي كړي. دا د جمهوريت نفي ده۔ده ووئېل په جمهوريت كښې دا څنګه كېدے شي چې په پېسه لګولو دې څوك سېنېټر جوړ شي ، څوك چې په پېسه لګولو سېنېټر جوړ شي نو هغه به پېسه ګټي. وزيراعظم ووئيل كوم غړي چې مونږ د ګوند نه ويستلي وو او هغوي كېسونه كړي وو، كه مونږ سره وېډيو وه نو عدالت ته به مو وړې وه او په وېډيو ښودلو به مو كېسونه ختم كړي وو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دا غله خپل ځان ته سياستمدار وائي ، پي ډي اېم غلا بچ كولو لپاره جوړ شوے. بايد د دوي نه پوښتنه وكړې شي چې تاسو دېرش كاله په اقتدار كښې پاتې شوې، ولې مو په سېنېټ كښې د اخستو او خرڅېدو مخ نيوي لپاره اقدامات نه دي كړي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل ماته يو نه بلكې يو شمېر خلقو د سېنېټ په ټاكنو كښې د پېسې وړاندېز كړے او وئيل به ئې چې دا پېسې شوكت خانم له وركړې. يوازې ماته نه بلكې زمونږ د پارلماني بورډ غړو ته هم د پېسې وړاندېز كېږي. وزيراعظم ووئيل مولانا فضل الرحمان، مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د پيپلز پارټۍ مشرانو ته معلومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې پېسه چلېږي. د مولانا فضل الرحمان په پارټۍ كښې هغه خلق هم سېنېټران جوړ شول كوم چې په جے يو آئي ﴿ف﴾ كښې نه وو. دوي د بهر نه سېنېټران څنګه جوړ شول. ده ووئېل مولانا فضل الرحمان د سېنېټ په ټاكنو كښې تر ټولو زياته پېسه جوړه كړې۔ ده ووئيل مونږ له فكر كول دي چې آيا مونږ ته د دې كرپټ نظام له مخې د سېنېټ ټاكنې كول دي يا سپېځلتيا راوستل دي. دواړو لويو ګوندونو په ميثاق جمهوريت كښې په واضحه توګه ليكلي وو چې بايد اوپن بېلټنګ وي. د سېنېټ په تېرو ټاكنو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اوپن بېلټنګ دريځ اختيار كړے و او مائې هم تائيد كړے ؤ نو نن دوي ولې په شا كېږي. ده ووئيل كه اوپن بېلټنګ ونه شو نو اپوزيشن به وژاړي. په سېكرېټ ووټنګ كښې حكومت ته د اپوزيشن نه زيات سيټونه ترلاسه كېدے شي او سره د دې چې مونږ په حكومت كښې يو د اوپن بېلټ غوښتنه كوو۔ وزيراعظم ووئيل كله چې سياسي مشران بدعنوانه وي نو آيا تهاڼېدار او پټواري به سم شي.

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس