اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د ژوند په ??ره يوه څانګه كښې د انجینئرنګ مهارت مهم ګرځولو سره د قام تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو له د انجینئرنګ كميونټۍ دوامدار ملاتړ او د دې د خذماتو د اعتراف په حاجت زور راوړے دے۔ د ګل په ??رځ په ايوان صدر كښې د “پی ای سی انجینئرز اېکسېلنس ایوارډ 2022” په سرخط تابيا كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل پاكستاني انجينئرانو په تېر وخت كښې د خليجي هېوا??ون?? په ??رمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل د پاكستان تلپاتې پرمختګ باوري كولو له په بېلو څانګو كښې نورو انجينئرانو ته ا??تيا ده۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان هر كال يوازې 25 زره انجينئران پېدا كوي كوم چې د هېواد ضرورت لپاره كافي نه دي د دې په ??قابله كښې هندوستان هر كال 1.5 ملینه څخه زيات انجينئران پېدا كوي۔ صدر عارف علوي ووئيل بشري وسائل هېواد لپاره يو لويے چېلنج پاتے شوے دے لكه څنګه چې د روغتيا په څير څانګو كښې هېواد نورو بشري وسائلو ته ا??تيا لري٬ هېواد كښې د 9 لكو نرسانو ضرورت دے او ددې په ??قابله كښې يوازې يو نيم لك نرسانې كار كوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګن??ون?? وكړه چې دا مهال په ??ېواد كښې 26 ملينه كوچنيان سكول څخه بهر دي كوم به چې په سباؤن كښې په ??ولنه لوے بوج جوړ شي۔ ده ووئيل د چېلنجونو باوجود د انفارمېشن ټېکنالوجۍ څانګې كاركردګي ښه ده كومه چې دې حقيقت څخه ښكاره ده چې 22 لکه څخه زيات فري لانسرز د خپلې روزۍ سره سره هېواد لپاره زر مبادله ګټي۔ ده ووئيل د انجینئرانو شمېره زياتولو او سكولونو څخه بهر كوچنيانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو له حكومت زياتو وسائلو ته ا??تيا لري۔ ده ووئيل د ټېكس په ????ام كښې اصلاحات كولو سره د وسائلو انت??ام كېدې شي۔ په غزه كښې په ??لسطيني وګړو د روان ظلم او زياتي ذكر كولو سره صدر په ??ړۍ كښې امن په ځايې ساتلو له په ??ولو ټولنو كښې د اخلاقياتو په خپلولو زور راوړو۔ ده ووئيل د جنګونو د لاسه به نړيوال چېلنجونه لا پېچلې شي چې له امله به يۍ مالدار لا مالدار او غريب لا زيات غريب شي۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت د پاكستان انجینئرانو ته د هېواد په ??رمختګ كښې د خذماتو په اعتراف كښې په بېلو ګېټېګريز كښې ايوارډز وركړل۔ د پاكستان انجینئرنګ کونسل چيئرمېن نجیب هارون ووئيل چې كونسل هر كال د غوره كاركردګۍ څرګن??ون?? كوؤنكو انجينئرانو ته د هغوي د هڅو او د هېواد په ??رمختګ كښې د برخې اخستو په اعتراف كښې ايوارډ وركوي۔ ده ووئيل انجینئران د دفاعي پېداوار، نیوکلیئر ټېکنالوجی، اوبه اوبرېښنا ، رېلوے، سترو لارو، مواصلات، كركيلې ، ټېلی کمیونیکیشن، مینوفیکچرنګ، کیمیکل او پېټرو کیمیکل انډسټری په شمول يو شمېر څانګو كښې په زړه پورې خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل پی ای سی په ??ېشه ورو فورمز كښې شاملېدو له سعودی عرب، نائجیریا، کینیا، میانمار او د وسطی اېشیائی جمهوریه په څير هېوا??ون?? لپاره د سرپرست او جاج اخستونكي په حېث خپل پېشه ور كردار ترسره كوي۔
انجينئران د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د “پی ای سی انجینئرز اېکسېلنس ایوارډ 2022″دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ