اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې، په اسلام آباد كښې پوليسو لپاره د پنځه اربه روپو په لګښت د 100 بسترو روغتون به د روان مالي كال په مهال جوړ كړے شي، تحريك طالبان پاكستان سره مذاكرات او لوظنامه د پاكستان د آئين له مخې كېدې شي. د خالي په ورځ د سېف سټي دورې په مهال مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې سېف سټي د امن او امان صورتحال باوري كولو لپاره ضروري ده، په لويو ښارونو كښې د دې ډېر ضرورت دے، اسلام آباد د پاكستان پايه تخت دے، له بده مرغه دلته په سېف سټي كښې ځينې تكنيكي خامې وې ځكه دا پروژه ونه چلېده. په دې وخت كښې د دې كورېج دېرش فيصد دے، وزيراعظم شهباز شريف پرېكړه كړې چې د دې كورېج دې سږ كال 100 فيصده كړې شي. ده ووئيل چې د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې، په اسلام آباد كښې پوليسو لپاره د پنځه اربه روپو په لګښت د 100 بسترو روغتون به د روان مالي كال په مهال جوړ كړے شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مذاكرات كېږي راكېږي، د آئين نه ماورا به نه ټي ټي پي سره مذاكرات وكړل شي او نه به كومه لوظنامه كولې شي. ده ووئيل چې په دې لړ كښې كوم هم پېشرفت وشي، پارلماني كمېټي به خبرولې شي او بيا به په دې په قومي اسمبلۍ كښې بحث كولې شي.
د اسلام آباد پوليسو تنخاګانې او مراعات د پنجاب پوليس برابر كولو غوښتنه په سمدستي توګه منظوره كړې شوې. رانا ثناالله
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ