اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د صنعت او پيداوار وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود په اسلاميه يونيورسټي بهاولپور كښې د تدريس او تحقيق اعليٰ معيار او په لويه توګه پرمختيائي هلې ځلې ستائلو سره وئيلي دي اسلاميه يونيورسټي بهاولپور د سيمې يو تاريخي پوهنتون دے چرته چې ګڼ شمير زدكوونكي تعليم ترلاسه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ډائريكټر فنانشل اسسټنس اسلاميه يونيورسټي بهاولپور ډاكټر غلام حسن عباسي سره د شورو په ورځ په يو ملاقات كښې كړې ۔په دې موقع ډائريكټر فنانشل اسسټنس اسلاميه يونيورسټي بهاولپور وفاقي وزير له د وائس چانسلر انجينئر پروفيسر ډاكټر اطهر محبوب د اړخه په 2 جون برټش كونسل سكالرشپ پروګرام كښې د خصوصي ميلمه په حيث د ګډون كولو بلنه وركړه۔ سيد مرتضيٰ محمود ووئيل زه به د اسلاميه يونيورسټي بهاولپور دوره كوم او دستوره كښې به ګډون كولو سره د فيكلټي او زدكوونكو سره ملاقات كوم۔ده ووئيل د پوهنتون پرمختګ ، زده كوونكي زياتول او انفرانسټركچر وركولو لپاره د وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر اطهر محبوب ويژن د ستائنې وړ دے
وفاقي وزير سيد مرتضيٰ محمود سره د اسلاميه يونيورسټي بهاولپور ډاكټر غلام حسن عباسي ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا