??سل??م آباد۔15مارچ (اے پی پی) د او آئي سي غونډه كښې به څوك مداخله كولې نه شي ٬ لانګ مارچ كوؤنكي مخكښې منع كړې شوي او نه به وروستو منع كړې شي۔ د نهې په ورځ د مولانا فضل الرحمن د لانګ مارچ اعلان په اړه خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل د او آئي سي غونډه په ??سل??م آباد كښې كېدونكې ده ٬ غونډه كښې د مداخلې كولو به چاته اجازه وركولې نه شي۔ خارجه وزير ووئيل غونډه كښې ګډون كولو له بلنې استولې شوي دي٬ ??سل??م آباد كښې د غونډې كېدل پاكستان لپاره يو درناوې دې۔ د اپوزیشن په اړه خارجه وزير ووئيل اپوزيشن دا وائي مونږ سره شمېره پوره ده ٬ كه شمېره پوره ده نو بيا په ??سل??م آباد كښې ??ھر??و ته څه حاجت دې۔ شاہ محمود قر??شی ووئيل ځينې داسې څيزونه دي كوم چې وزيراعظم اولس سره سره شيئر كول غواړي٬ د اولسي غونډې د لارې به وزيراعظم د قوم باور ترلاسه كوي۔ هغه ووئيل د تحريك عدم اعتماد مقابله به په آئيني او قانوني توګه كوؤ۔ شاہ محمودقر??شی ووئيل ټول غړي د خپلو آئيني او قانوني ذمه وارو نه ښه خبر دي۔ شاہ محمود قر??شی ووئيل تحريك عدم اعتماد وړاندې كول د اپوزيشن آئيني حق دے او د دې مقابله كول زمونږ آئيني او جمهوري حق دے۔ شاہ محمود قر??شی ووئيل پيپلز ګوند لانګ مارچ وكړو حكومت منع نه كړو او لانګ مارچ كوؤنكي به سباؤن كښې هم منع نه كړې شي
د او آئي سي غونډه كښې به څوك هم مداخله كولې نه شي ٬ لانګ مارچ كوؤنكي مخكښې منع كړې شوي او نه به وروستو منع كړې شي٬ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا