اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د وزیراعظم په ټاكنه كښې د مسلم لیګ (ن) كانديد شاهد خاقان عباسی د ملاتړ اعلان کولو سره وئيلي دي مونږ په نظریاتی سیاست باور لرو، سباؤن كښې به هم د مسلم ليګ (ن) سره اتحاد روان ساتو، د عمران خان د ډنډورو څخه ېريدونكي نه يو، په نړيواله كچه د ګريټ ګیم ایجنډا په مسلمانانو هېوادونو كښې عدم استحکام پیدا کول دي۔ د ګل په ورځ د مسلم لیګ (ن) کانديد شاهد خاقان عباسی د مولانا فضل الرحمن سره وليدل او هغه څخه ئې د ملاتړ خواست وكړو ۔ په دې مولانا فضل الرحمن هغه له د خپلې مرستې باور وركړو۔دې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې مولانا فضل الرحمن ووئيل د جمعیت علماء اسلام (ف) غړي به شاهد خاقان عباسی له ووټ وركوي۔ ده ووئيل مونږ په نظریاتی سیاست باور لرو ، په سخت وخت كښې خپل اتحادیان نه شو پېښودې، سباؤن كښې به هم اتحاد روان ساتلې شي۔ ده ووئيل د کرپشن په ضد جنګ كښې سیاسی جنګ روان دے، اصلي عزائم څه نور دي، په نړيواله كچه د ګريټ ګیم ایجنډا په مسلمانانو هېوادونو كښې عدم استحکام پیدا کول دي۔ ده ووئيل هېواد به هغه وخت پرمختګ وكړي كله چې ټول يو موټې شو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان مونږ له په سیاسی مؤقف خپلولو دهړكې راكوي، مونږ د چا د دهړكو څخه هيريدونكې نه يو۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب مولانا فضل الرحمن ووئيل دفعه 62، 63 د آمر قانون دے بيا مونږ په نیب هم تحفظات لرو، دا هم د يو آمر جوړه كړې اداره ده۔ ده ووئيل د آئین په دفعه 6 هم عمل نه كېږي،بايد قانون سازی وكړې شي او د تشریح ئې وكړې شي۔ د راجه فاروق حیدر بيان په حقله ده ووئيل پاکستان د يو رياست په توګه دا مؤقف لري چې کشمیر شخړيزه سيمه ده او با??د د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې کشمیریانو له خپل حق وركړې شي دغسې هند د کشمیر د شخړيزې سيمې منلو څخه انکاری دے۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب مولانا فضل الرحمن ووئيل د مسلم لیګ (ن) حمایت له زمونږ هيڅ شرط نشته۔ خېبرپښتونخوا په سیاسی صورتحال د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حکمران ګوند په ټګۍ سره اقتدار له راغلې، زمونږ ګوند د صوبې تر ټولو لوئ سیاسی ګوند دے
جمعیت علماء اسلام (ف) د وزیراعظم په ټاكنه كښې د مسلم لیګ (ن) كانديد شاهد خاقان عباسی د ملاتړ اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ