اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان امريكې سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، د افغانستان د سولې عمل پشمول په منطقه كښې د امن په هڅو كښې پاكستان او امريكا اتحاديان دي. ده دا خبرې د امريكې ډېموكرېټ لارښود طاهر جاوېد سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو او د معاشي سفارتكارې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير د پاكستاني حكومت لخوا په تمغه امتياز ترلاسه كولو طاهر جاوېد ته مباركي وركړه او د پاكستان او امريكې د اړيكو په بهترې كښې ئې د هغه هڅې وستائيلې.
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت