پېنډۍ ۔25فروری(اے پی پی) د پاكستات او هند ډائرېكټر جنرلز ملټري آپرېشنز ترمينځه په هاټ لائن تماس نيولے شوے په كوم ??ښې چې په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په لوظنامه سختۍ سره د عملدرآمد په كولو اتفاق راغلے ۔ د آئي اېس پي آر ل?? مخې د پاك هند ډي جيز اېم اوز په هاټ لائن رابطه ??ښې په اېل او سي او نورو سېكټرو ??ښې د روانې وضعې جاج واخست۔ د دواړو ترمينځه د داسې کور اېشوز په حل كولو او تحفظات لرلې كولو اتفاق راغلے كوم چې د امن ځپلے كېدو او د تشدد زياتېدو سبب ګرځېدے شي۔ د پاك هند ډی جی اېم اوز تېرمينځه خبرې په زړه پورې چاپېرچل ??ښې شوي كومو ??ښې چې په كنټرول لائن او نورو ټولو سېكټرو ??ښې د جنګ بندۍ په لوظنامو او تفاهم سختۍ سره عمل كولو له د خپل خپل عزم پخلے شوے ۔ دواړو په دې هم اتفاق كړے چې په هاټ لائن به رابطه په برقرار ساتلې شي او ناوړه صورتحال او غلط فهمۍ به د بارډر فلېګ ميټنګز د لارې حل لرې كولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده د كال1987ء فرورۍ مياشت ??ښې د ډي جي اېم اوز په كچه هاټ لائن رابطه شوه وه ۔ په كال 2003 كښی د دواړو هېوادونو ترمينځه په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په حقله مفاهمت شوے ؤ كوم چې درې بنيادي نكات لرل۔ اولنۍ نكته د ډیفنس کنسټرکشن په حقله ده۔ چې ل?? مخې به ئې په کنټرول لائن د 500 میټرو حد دننه نوې ډیفنس کنسټرکشن ن?? كېږي خو د دفاعی پوزیشنز مېنټېننس كېدے شي د كوم هم ډیفنس ورک پیل كولو نه وړاندې به دواړو اړخونو له يو بل خبرول ??ي۔ دويمه نكته د فائرنګ په حقله ده چې ل?? مخې به ئې د يو بل چوكۍ د ډائرېکټ انګېجمنټ نه ډډه كولې شي۔ درېمه نكته د فلېګ ميټنګ يا هاټ لائن رابطې په حقله ده چې ل?? مخې ئې په كنټرول لائن د كومې هم ستونزې حل كولو له به دواړه اړخونه د لوكل كمانډرز په كچه د فلېګ ميټنګ غوښتنه كولې شي۔ د كومې هم ستونزوې په اړه كه سپيناوې ته اړتيا وي نو د فلېګ ميټنګ يا هاټ لائن د لارې د سپيناوي غوښتنه كېدې شي۔ پاكستان او هند 4 بېل ډول بارډرز لري كومو ??ښې چې انټرنېشنل بارډر 2100.5 کلومیټر ، اېل اے سی 101.3کلومیټر ، لائن آف کنټرول 767.4 کلومیټر او ورکنګ باؤنډری په 202 کلومیټر محېط ده۔ د كال 2003 نه تر دې دمه 13627 ځله د لائن آف کنټرول خلاف ورزي شوې۔ كومو ??ښې چې 310 وګړي شهيدان او 1602 ژوبل ش??ي۔ كال 2003 نه كال 2013 پورې 1062 ځل د لائن آف کنټرول خلاف ورزۍ شوي كومو ??ښې چې 14 وګړي شهيدان او 112 ژ??بل ش??ي۔ كال 2014 نه په خاص توګه د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزۍ ??ښې ښكاره زياتوالے راغلے۔ كال 2014 نه تر 2021 د جنګ بندۍ لوظنامې 12565خلاف ورزۍ ش??ي۔ كومې چې 92 فیصد زياتې دي۔ د روان كال په مهال په دوو مياشتو ??ښې د جنګ بندۍ لوظنامې 253 ځل خلاف ورزۍ وشوې۔ كومو ??ښې چې 8 وګړي ژوبل ش??ي۔ په تېرو 4 كلونو ??ښې 49 مېرمنې شهيدانې او 313 ژوبل ش??ي۔ دغسې 36 ماشومان شهيدان او 223 ژوبل ش??ي۔ 2019 ??ښې تر ټولو زياتې 3351 د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ شوي او په كال 2018 ??ښې تر ټولو زيات وګړي 377 شهيدان شوي دي
د پاكستان او هند ډائرېكټر جنرلز ملټري آپرېشنز ترمينځه په هاټ لائن تماس ، په كنټرول لائن د جنګ بندۍ په لوظنامه سختۍ سره د عملدرآمد په كولو اتفاق ۔ آئی ایس پی آر
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج