اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان سټيزن پورټل اولسي شراكتي ګورننس لپاره د يو نظام په توګه كارولے كېږي كوم چې د اولس مسائل حل كولو لپاره سركاري ادارو سره په ګرد هېواد كښې ونډو وركوي او بلخوا د انتظامي كاركردګۍ كلتور وضع كوي او د خپلو اختياراتو او ذمه وارو افسران ځواب وركوٶنكې جوړوي٬ د اكتوبر كال 2018 نه پس پاکستان سټيزن پورټل ګرد هېواد كښې په لويه شمېره وګړي سركاري ادارو سره په كاميابۍ رابطه لري كومه چې ګورننس او د سروس ډېليوري مسئلو رامخې ته كولو لپاره هم يوه فعاله ذريعه ثابته شوې ۔ د دې پورټل نظام سره به پاليسي جوړوٶنكو ته په پاليسۍ كښې فرق رامخې ته كېدو او د خدماتو په لړ كښې د كمزورو رامخې ته كېدو موقع هم په لاس ورشي٬ په ابتدائي توګه د ګيلو انداراج د سمارټ فونز او وېټ پاڼې د لارې په پاكستان سټيزن پورټل ممكن وو چې ورسره د 24 وفاقي ادارو د لارې د كهلي كچهري تابيا كولو سره د وګړو رسنه زياته شوې ده٬ د سسټم د اجراء نه وړاندې وزيراعظم د اكتوبر په 16مه نيټه كال 2018 كښې د يو بريفنګ په مهال دا خوښي څرګنده كړې وه چې د ټولنې تر ټولو طبقو رسنه باوري كولو لپاره دې ټول ترلاسه وسائل وكارولې شي٬ د پاکستان سټيزن پورټل وېب رسنه يا د سمارټ فونز نه علاوه د هغه ډردمندو كسانو داد رسي دې هم وكړې شي كوم چې سمارټ فونز يا انټرنېټ نه لري٬ د دې صورتحال له مخې وزيراعظم داسې چارواكو كومو سره چې د پاكستان سټيزن پورټل ډيش بورډ دے د ھغوي د ګيلو جاج نه علاوه په مېنوئل طريقه خپلو اړوندو سيمو كښې اولس ته د شكايتونو د اندراج سهولت په خپل اړوند ډېش بورډ وركوي٬ د پاکستان سټيزن پورټل ډيش بورډ د لارې د ګيلو په مېنوئل طريقه اندراج به د اېس او پيز له مخې كېږي٬ پي اېم ډي يو ته امر شوے چې د اولس سهولت لپاره ټول فوكل پرسنز لپاره د بريفنګ تابيا وكړي او د دې نه علاوه په پي ټي وي، راډيو پاکستان او نورو نجي ميډيا چېنلز او په سوشل ميډيا پلېټ فارم څخه خبرتيا لپاره كمپائن پېل كړي۔
پاکستان سټيزن پورټل اولسي شراكتي ګورننس لپاره د يو نظام په توګه كارولے كېږي
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش