اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې حكومت د اپوزېشن چالونو څخه يره نه لري٬د كوم خنډ نه بغېر به خپله آئيني موده پوره كوي٬اپوزېشن ګوندونه چې كله د پي ډي اېم په فورم يو موټې و هغه وخت د حكومت لپاره د مسئلو په پېدا كولو كښې پاتې راغلې٬اوس اپوزېشن د ټوټې ټوې شوې٬ او دا خلل يو بل قبلولو ته تيار نه دي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان مسلم ليګ(ن)او د پاكستان پيپلز ګوند پشمول اپوزېشن مشرتابه د اربونو روپو په مني لانډرنګ كښې ككړ دي خو دا د خېرانتيا خبره ده چې دواړه ګوندونه په موجوده حكومت تنقيد كوي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او د اپوزېشن په مشرتابه كښې لويې فرق دې۔ده ووئيل چې (ن)ليګ د نورو په ضد د سپكاوي ژبې كارولو او كنځلو عادت لري٬ اپوزېشن ګوندونه د جمهوريت په اړه د كومې خبرې كولو اخلاقيات نه لري۔
حكومت د اپوزېشن چالونو څخه يره نه لري٬د كوم خنډ نه بغېر به خپله آئيني موده پوره كوي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina