اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان غړو د قائ??اع??م محمد علي جناح سياسي هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي كه قائ??اع??م نه و نو د نيمې وچې د مسلمانانو د خپل وطن خوب به تعبير نه ؤ موندلې٬ بايد مونږ هڅې وكړو چې د قائ??اع??م د افكارو او نظرياتو له مخې پاكستان يو اسلامي فلاحي جمهوري هېواد جوړولو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د تحريك انصاف د قومي اسمبلې غړي كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت٬ د پاكستان پيپلز ګوند سنا??ور رحمان ملك٬ د مسلم لي?? ﴿??﴾ د قومي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري او د تحريك انصاف سنا??ور شبلي فراز ووئيل قائ??اع??م يو مترقي٬ جديد اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت ووئيل قائ??اع??م د نيمې وچې لويه هستي وه٬ كه قائ??اع??م محمد علي جناح نه و نو زمونږ خوږ پاكستان به هم نه و۔ بايد مونږ د قائ??اع??م لارښونكي اصول عملي كړو او داسې پاكستان جوړ كړو چې د كوم خوب چې قائ??اع??م محمد علي جناح ليدلې و۔ سنا??ور رحمان ملك ووئيل كه قائ??اع??م نه و نو پاكستان به نه و او مونږ به پاكستانيان نه وو۔ ده ووئېل پاكستان قائ??اع??م جوړ كړے۔ مونږ له د قائد په اصولو عمل كولو سره پاكستان يو خوشحاله او مستحكم هېواد جوړول دي۔ د هغه وژن نظر انداز كولو سره مونږ د پاكستان د ترلاسه كولو مقصد ته نزدې نشو ورتللې٬۔ د مسلم لي?? ﴿??﴾ د قامي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري ووئيل قائد د نيمې وچې مسلمانانو ته يو واضح ??كر او سوچ وركړو۔ په خپلو هڅو ئې د نيمې وچې مسلمانانو ته يو پلېټ فارم وركړو۔ ده ووئېل هغه وخت په نړۍ كښې يواز ګاندهي د نيمې وچې لارښود ګڼل كېدو خو قائ??اع??م د خپل سوچ٬ فكر او فلسفې په نتيجه كښې خپل ځان په نړۍ ومنلو۔ د هغه نظريات او افكار نورو قامونو هم خوښ كړل۔ هغه علامه محمد اقبال٬ مولانا ظفر علي خان او نورو مسلمانانو سره يو ځائ د مسلمانانو د جلا وطن خوب پوره كړو۔ سنا??ور شبلي فراز ووئيل د قائ??اع??م د هڅو په نتيجه كښې د نيمې وچې مسلمانانو ته جلا وطن په نصيب شو۔ هغه پاكستان يو پروګرېسو ماډرېټ اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ووئيل قائ??اع??م نه يوازې د نيمې وچې بلكې د نړۍ يو نامتو لوي لارښود و۔ هغه يو جمهوري پاكستان غوښتو۔ ده ووئيل نن په پاكستان كښې د قائ??اع??م د نظرياتو بېرغ مسلم لي?? ﴿??﴾ او د دغې ګوند قائد محمد نواز شريف هسك كړے۔
د پارلمان غړو د قائداعظم محمد علي جناح سياسي هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس