اسلام آباد16دسمبر(اے پي پي) د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي نننۍ ورځ د قام يو موټې كېدو او مخ په وړاندې د تللو ورځ ده ٬ په اوسني دور كښې اقلتونو ته حقونه ترلاسه شوي٬ قام چې د اے پي اېس په پېښه څنګه يو شوے ٶ ھغسې د سېالكوټ په پېښه هم د قامي اتحاد څرګندونه شوې۔ د زيارت په ورځ د مسيحي مذهبي مشرانو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې حافظ محمد محمود اشرفي ووئيل د پاكستان د آئين له مخې ژوند كوٶنكي هېڅ پرېشاني نه لري۔ ده ووئيل د سيالكوټ په يو كليسا كښې د مذهبونو د همغږۍ دستوره كېدونكې ده په دې كښې به ګډون كوم۔۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل په نننۍ ورځ د اے پي اېس پېښه رامخې ته شوې وه٬ مونږ د پاكستان دفاع او پرمختګ له عزم لرٶ۔ ده ووئيل مونږ ته د توهين مذهب 137 شكايتونه ترلاسه شوي٬ كه څوك توهين كوي نو د دې شكايت عدالت يا پوليس سره درج كوې ٬ په دې لړ كښې قانون موجود دے او هيځ څوك قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه نه لري
قام چې د اے پي اېس په پېښه څنګه يو شوے ٶ ھغسې د سېالكوټ په پېښه هم د قامي اتحاد څرګندونه شوې۔ د حافظ محمد طاهر محمود اشرفيخبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا