اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت ??ه ورځ د خپل دفتر وزیراعظم آفس په انګڼ كښې په بوټې نالولو د ګرېن پاكستان كمپائن پرانسته كړې ده ٬ چې له مخې به ئې ټول هېواد كښې لس كروړه بوټي نالولې شي٬ دې لپاره به وفاق 3 نيم كروړه ر??پۍ وركوي او صوبې به هم دې مقصد له دومره فنډ وركوي۔ په دې موقع د فاع وزير خواجه محمد آصف٬ د قانون وزير زاهد حامد ٬ د وزيراعظم سياسي مرستيال آصف كرماني هم موجود وو۔ وزیراعظم په دې موقع خاص كوچنيان په خاص توګه بللي وو۔ د بوټي نالولو نه پس وزیراعظم ووئيل ما نن خاص ماشومانو سره هم ملاقات كړې چې زه پرې ډېر خوشحاله يم۔ وزیراعظم ووئيل نن د ګرېن پاكستان ورځ ده ٬ د لوي څښتن په فضل به هر كال د?? ورځ لمانځلې شي ٬ د هېواد په تاريخ كښې هر كال په 9مه فرورۍ به د بوټو نالولو پحقله د?? ورځ په خاص توګه لمانځلې شي ۔ ده ووئيل د دې پروګرام له مخې به ټول هېواد كښې لس كروړه بوټي نالولې شي كوم به چې خپل ځائي بوټي وي٬ وزيراعظم ووئېل بهر هېوادونو څخه به بوټې نه راغوښتلې كېږي ولې چې ځائي بوټي چاپېرچل له زيات ښه دي۔ وزیراعظم ووئيل هېواد سپرلې خيزه جوړول ډېر ضروري دې ولې چې د ځنګلونو وهلو سره هېواد ته ډېر زيان رسېدلې۔ وفاق 3 نيم كروړه ر??پۍ وركوي او صوبې به هم دې مقصد له دومره فنډ وركوي۔ د پروګرام فنډ به صوبو كښې هم خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل اسلام آباد لپاره 50 كروړه ر??پۍ بېلې كړې شوې۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف ووئيل دې پروګرام څخه به هېواد كښې انقلاب راشي او د ماحولياتو وضعه به ډېره ښه شي۔ ده ووئيل وفاقي حکومت به د دې پروګرام څارنه كوي٬ دا پروګرام د صوبو په مشاورت پېل كړې شوې ۔ د څلورو واړو صوبو سره به ګلګت بلتستان ا?? آزاد كشمير كشمير كښې هم دا پروګرام پېل كولې شي او په ځنګلو او ځنګلي حيات به د دې ګتور اثرات مرتب شي۔ دې څخه وروستو وزیراعظم خاص ماشومانو سره عكسونه ووي??تل او د هغوي روغ صحت لپاره ئې دعا وكړه
وزیراعظم محمد نواز شریف د ګرېن پاكستان كمپائن پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر