اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د غزه او فلسطين اولس سره د يووالي څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې هغه غزه او فلسطين سره ولاړ دے. وزيراعظم عمران خان د شورو په ورځ په ټويټر #WeStandWithGaza او #WeStandWithPalestine هېش ټېګ سره د فلسطين او غزه اولس سره د يووالي او تړون څرګندونه وكړه او يو قوي پېغام ئې وركړو. وزيراعظم عمران خان وليكل چې ” زه د پاكستان وزيراعظم يم او مونږ غزه او فلسطين سره ولاړ يو”. ده خپل ټويټ سره د نامتو مفكر او دانشور نوم چومسكي قوم هم شريك كړو په كوم كښې چې ده د آزاد فلسطين په ملاتړ كښې ليكلي چې ” ته زما اوبه وړې، زما د زېتون ونې سوځوې، زما كور تباه كوې، زما نه زما روزګار اخلې، تا زما خاوره ما نه تښتولې ده، زما والد دې په زندان كښې اچولې، زما مور دې ووژله او زما په هېواد دې بمباري وكړه، مونږ ټول د لوږې مړه كړه، مونږ ذلت سره مخ كړه خو سره د دې به هم تور په ما لګي چې ” ما يو راكټ فائر كړے دے”.
غزه او فلسطين سره ولاړ يو. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ