حېدر آباد 17 جنوري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پار??ي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د سانګھړ اولس په تاريخي هر كلي كولو هم نن خپ??ه پرېكړه اورولې ده٬ مونږ په مړانه مقابله كوو ٬ د فرورۍ په اتمه نيټه په سانګهړ كښې كلين سويپ كول دي۔ د سانګهړ په شهداد پور تحصيل كښې اولسي جلسې ته خپ??ې وېنا كښې ده ووئيل خپ?? م??شو?? سره هر ځاے ته رسم، د پاکستان پيپلز پارټۍ لس نكاتي م??شو?? كښې غربت او د بې روزګارۍ خاتمه شامل ده او په دې لړ كښې به بي آئي اېس پي ته پراختيا وركوٶ دغسې چې د بې وځله او مستحقو مېرمنو پرېشانۍ ختمې شي۔ ده ووئېل ان شاءالله تنخاګانې به يو په دوه زياتوو٬ بې وځله اولس ته به 300 يونټس وړيا برېښنا د سولر د لارې رسوم، دې لپاره د فرورۍ په اتمه نيټه د غشي په نخښه خپ??ه ټاپه اووهۍ ٬ ده ووئېل چې د پيپلز پارټي حكومت جوړ شي نو غربت به ختم شي۔ ده ووئيل په سانګھړ كښې زما خور شازيه مري او زما ورور صلاح الدين جونيجو ستاسو نمائندګان دي٬ هېواد ته د ځوان قيادت ضرورت دے۔ ده ووئيل زه د هېواد پرمختګ او د اولس سوكالۍ لپاره هڅې كوم او ستاسو د غږ سره به اسلام آباد ته رسم۔
د سانګھړ اولس په تاريخي هر كلي كولو هم نن خپله پرېكړه واوروله۔ بلاول بھټو
Dark Call official entertainment website
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل