اسلام آباد 17 جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د ټولې نړۍ قانون دے چې څوك تور لګوي هغه به ثبوت هم وړاندې كوي٬د عمران خان منطق جلا دے هغه تور لګوي او وائي چې ثبوت وركول زما كار نه دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ شخصي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پانامه كيس كښې د وزيراعظم وكيل مخدوم علي خان پرله پسې د عدالت معاونت كوي۔ده ووئيل آرټيكل 66 د وزيراعظم محمد نواز شريف صوابديد نه دے او كه هغه وغواړي نو هم داسې نشي كولې چې آرټيكل 66 ختم كړي۔ ده ووئېل وزيراعظم محمد نواز شريف چې كومه خبره پارلمان كښې كړې هغه يې قام ته په خطاب كښې هم كړې۔وياند ووئيل عدالت اختيار لري چې پارلمان كښې كومه خبره شوي په هغې خبره وكري۔ده ووئيل پي ټي آئي په پانامه كيس سياست كوي او د اولس بې لارې كولو ناكامه هڅه كوي او هم دغه وجه ده چې تر دې وخته هغوي عدالت ته ثبوت وړاندې نه كړو ځكه چې هغوي هېڅ ثبوت نه لري
د نړۍ قانون دے چې څوك تور لګوي هغه به ثبوت هم وړاندې كوي
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria