اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګ??ان وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي هېواد ته د را??خې ته چېلنجونو او مسئلو حل لپاره په قامي كچه د اتفاق رائے راپېدا كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي هېواد ته د سياسي تقسيم او معاشي ستونزو غوندې چېلنجونه ور??خې ته دي، هيله لرو چې راتلونكے ټاكلے حكومت به د دې مسئلو او چېلنجونو لپاره په سنجيدګۍ سره كار وكړي۔ د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن كورېج كوٶنكو خبريالانو ته د ماسپخين مېلمستياﺀ وركولو په موقع غېر رسمي خبرو كښې ده ووئيل حكومت د ترهګرۍ د چلېنج مخنيوي عزم لري٬ د هېو??د مسئلو او چېلنجونو حل لپاره د اهل قيادت ټاكنه ضروري ده ، هيله لرو چې د فرورۍ په اتمه نيټه د ټاكنو څخه وروستو به چې كوم ټاكلے حكومت جوړ شي ھغه به د هېواد او اولس بهترۍ لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل نګ??ان حكومت د آئين له ??خې كار كوي٬ هڅه ده چې كومې ذمه وارۍ راپغاړه شوي په ښه ډول ئې ترسره كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د لېول پليئنګ فيلډ ګېله هر څوك كوي٬ مسلم ليګ ن په سندھ او پيپلز پارټي په پنجاب كښې دا ګېلې لري٬ د جے يو آئي پشمول يو شمېر نور ګوندونه هم دا ګيله كوي۔ ده ووئيل اليكشن كمېشن سپېځلو ٬ خپلواكه او بې پرې ټاكنو لپاره ه?? ډول ممكن اقدامات كوي۔
هېواد ته د رامخې ته چېلنجو او مسئلو حل لپاره په قامي كچه اتفاق رائے پېدا كولو ته اړتيا ده۔ د نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي خبريالانو سره غېر رسمي خبرې
Opera Dynasty Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ