اسلام آباد 15 مئی (اے پي پي) د قا??ي اسمبل?? سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان ترکمانستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، ترکمانستان سره سيمه ايزې رابطې او اقتصادي مرسته زمونږ د خارجه ??ال??سۍ برخه ده، ترکمانستان مينځني ختيز سره تجارت لپاره ګوادر بندر ګاه څخه مستفید كيدے شي۔د قامی اسمبلۍ سیکرټريټ له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده د ترکمانستان سفیر عطاجان نورلیویج مولاموف سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات كولو ۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپیکر ووئيل پاکستان ترکمانستان سره د ورورولۍ خپلې اړيكې مهمې ګڼي، دواړه هېوادونه شريك مذهب ،كلتور او تاریخ لري۔ده ووئيل ترکمانستان د مينځني اسياﺀ مهم هېواد دے،تركمانستان سره سيمه ايزې رابطې او اقتصادی مرسته زمونږ د خارجه پالیسۍ مهمه برخه ده۔ د ترکمانستان سفیر عطا جان نورلیویج مولاموف سپیکر سردار ایاز صادق له په دريم ځل د قا??ي اسمبلۍ په سپیکر ټاكلے كيدو مبارکي و??كړه۔ده ووئيل ترکمانستان پاکستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د دې اړيكو لا قوي كولو خوښې لري۔
د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د ترکمانستان سفیر ملاقات،د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
Ten Times Victory Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی