اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خا??د د نهې په ??رځ د آسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي) كنټري ډائرېكټر ايمافين سره په بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په ??هال د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام او د آسيائي پرمختيائي بانك ترمينځه سباؤن كښې شراكتدارۍ ته ودې وركولو په اړه او د مستحقو كورنيو كسانو ته د سكل ټريننګ لپاره د موزوں څانګې په ګوته كولو ٬نړيوال سرټیفکیشنز ترلاسه كولو ٬بهر هېوادونو كښې د ملازمت موقعې وركولو ٬په صوبائي كچه د غربت څخه د وتلو پروګرام او د مستحقو مېرمنو د خبرتيا به اقدامات د خيالاتو څرګندونه كړې ۔په دې موقع سېنېټر روبينه خالد ووئېل د بينظير انكم سپورټ پروګرام 93 لكه مستحقو كورنيو ته مالي مرسته وركوي٬دا شمېره د كال تر اختتام 1 كروړ ته به ورسي۔د دې كورنيو كسان په ??عاشي توګه ??پلواكه جوړولو لپاره بي آئي اېس پي سكل ټريننګ پروګرام پېل كوي۔سېنېټر روبينه خا??د د مستحقو كسانو بهر هېوادونو كښې ملازمت ترلاسه كولو لپاره د نړيوال معيار له مخې سرټیفکیشنز په اهميت زور راوړو۔دې ووئيل په صوبائي كچه مختلف پاورټي ګريجوېشن او سكل ټريننګ پروګرامز موجود دي كوم چې د بي آئي اېس پي سره د تړلو ضرورت دے۔د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر ايمافين لخوا د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام مستحقو كورنيو ښه والي لپاره مرسته جاري ساتلو او دا شراكتداري لا مستحكم كولو لپاره د مرستې باور وركړو ۔د دواړو ډلو لخواد مستحقو كورنيو كسانو ته سكل ټريننګ لپاره د موزو څانګې په ګوته كولو او د مېرمنو خبرتيا پشمول په ??ورو مهمو چارو عملدرآمد لپاره جامع حكمت عملي جوړولو له په ??ا مشاورت اتفاق وكړو۔
د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد د اېشين ډوېلپمنټ بانك كنټري ډائرېكټر ايمافين سره ملاقات
कैलोंग इंटीग्रिटी बेटिंग एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ