اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) وز??راعظم شهباز شریف وئيلي دي د معيشت او سرمايه كارۍ په اړه مثبتې اشارې او موقعې ترلاسه كيږي٬ دې څخه استفاده مونږ ??ورې اړه لري ، پاليسي ريټ كميدو سره به د پورونو په حجم كښې ښكاره كمے رامخې ته شي ٬ په پاور سيكټر كښې اولس ته ريليف وركولو له لويې “ونټر پېکج” راوړلے شي٬ معيشت ته وده وركولو سره روزګار او برآمدات زياتول دي او پاكستان په خپلو پښتو اودرول دي٬ زما د دورې په تناظر كښې پاكستانے پلاوې سعودي عربستان ته روان شوے دے۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مرکزی بېنک تېره ورځ په پالېسي رېټ كښې دوه نيم فيصده كمے كړے ، چې ورسره زمونږ ??الېسي رېټ 22 فيصده څخه 15 فيصد ته راغلے۔ وز??راعظم ووئيل په پالېسی رېټ كښې كمي سره به پېداواري صلاحيت زيات شي٬ كه دغسې روان پاتې شوو نو زمونږ ??عيشت به مستحكم شي او تندۍ سره به پرمختګ وكړي۔ وز??راعظم كابينې ته ووئيل تېره ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې څخه وروستو پاكستانے پلاوې زما د سعودي عربستان دورې په تناظر كښې سعودي روان شوے۔ د ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان او قطر دوره زياته ګټوره او تعميري وه۔ سعودي ولي عهد په ملاقات كښې پاكستاني اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره په تندۍ سره د پرېكړو كولو په حاجت زور راوړے۔ تېره ورځ مونږ ??م د دغې په رڼا كښې پېشرفت كولو سره خپل پلاوې سعودي عربستان ته ولېږلو۔ د دې دورې په مهال به د شمسي توان ٬ هنرمند آفرادي قوت او د كان كنۍ څانګو سره په اړوندو چارو غور كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل سعودي عربستان او قطر د هنرمنده ځوانانو لارې څاري ٬ په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې زياتو كسانو ته اړتيا ده۔ ده هيله ولرله چې د آئي ټي وزارت به په دې لړ كښې بشپړ كار وكړي او ځوانانو ته به په زړه پورې موقعې ترلاسه شي۔ وز??راعظم ووئيل په ??زن?? ټو ??زن?? لوظنامو پېشرفت شوے ۔ مونږ ??ه به په دې تندۍ سره كار كول وي۔ وزيراعظم ووئيل آذربائیجان سره د 2 اربه ډالر په اېم او يوز د وړاندې تللو وخت راغلے دے۔ د آذربائیجان صدر د پېشرفت پېغام رالېږلے دے٬ په دې به مونږ زر تر زره عملدرآمد كوؤ۔ وز??راعظم ووئيل د معيشت او سرمايه كارۍ په اړه زياتې مثبتې اشارې ترلاسه كيږي٬ اوس دا مونږ ??ورې اړه لري چې مونږ دې موقعو څخه څومره استفاده كولې شوو۔ وز??راعظم ووئيل په پالېسي رېټ كښې كمي سره به د پورونو په حجم كښې د 1300 اربه روپو كمے راشي او په راتلونكو وختونو كښې به مالياتي ګنجائش ترلاسه شي۔ ده ووئيل كه مونږ ??ه ګډه خواري وكړؤ نو پاكستان به ضرور كاميابي ترلاسه كړي۔ وز??راعظم هدايت وكړو چې د كاروباري خلقو دې عزت او ډاډګيرنه وكړې شي ، دې سره به معيشت مضبوط شي۔ وز??راعظم ووئيل په پاور سېکټر كښې “ونټرپېکج” راوړل دي۔ عام وګړي ته ريليف او معيشت ته وده وركول دي۔ د روزګار موقعې او برآمدات زياتول دي۔ پاكستان به په خپلو پښتو اودرول وي۔ دا اوږد او سخت سفر دے خو هغه قامونه مخ په وړاندې تللو سره كاميابۍ ترلاسه كوي كوم چې د حالاتو د مقابلې كولو پرېكړه وكړي او پاك پروردګار بيا دغې قامونو ته كاميابۍ وركوي۔
پاليسي ريټ كميدو سره به د پورونو حجم كښې ښكاره كمے رامخې ته شي ٬ په پاور سيكټر كښې اولس ته ريليف وركولو له لويې “ونټر پېکج” راوړلې شي: د وزیراعظم شهباز شریف د وفاقی کابینې غونډه كښې خبرې
TP card game integrity entertainment website
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر