د سېلاب ځپليو د آخري كورنۍ تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو٬اوس يوازې په نعرو او تقريرونو كار نه چلېږي٬عملي اقدامات به كول وي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
Roulette reputable website
APP30-280822
JAFFARABAD: August 28 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif talking to media after interacting with flood victims in Village Haji Allah Dino. APP
جعفرآباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د سېلاب ځپليو د آخري كورنۍ تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو٬غلط او د دروغو تورونه لګولو سره دې قوم ته دوكه ورنه كړې شي٬ اوس يوازې په نعرو او تقريرونو كار نه چلېږي٬عملي اقدامات به كول وي٬د ??با په غونډه كښې به د ټولو معاملاتو په غور سره جاج اخستلو سره د اوږدې او مينځنۍ مودې لپاره پالېسي مرتب كړې شي٬د سېلاب په سبب هرې خوا ته د اوبو سمندر دے٬د سېلاب تباهي په ټول هېواد كښې خپره شوې چې له امله يې د يو زر څخه زيات مرګونه شوي٬د څښكلو پاكو اوبو وركولو لپاره اقدامات كولې شي٬خرم دستګير ته هدايت شوے چې بلوچستان ته رسېدو سره د برېښنا بحالۍ نظام څارنه وكړي٬د تركيې٬يو اے اي او ايران صدرانو رابطه كولو سره د پاكستان د اولس سره د يووالي څرګندونه كړی٬د تركيې او يو اے اي څخه د مرستې سامان رارسېدل پېل شوي دي٬د هېواد شتمنو خلكو ته خواست دے چې د تېر وخت پشان په مشكلو حالاتو كښې د خپلو وروڼو مرسته وكړي٬پاك پوځ شپه ورځ د مرستې په كارونو كښې بوښت دے. وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتوار په ورځ د بلوجستان د سېلاب ځپلې جعفرآباد ضلعې په الله دينو كلي كښې مېډيا سره په خبرو ك??ې ووئيل چې د سېلاب له امله په ټول هېواد كښې تباهي شوې٬خو سندھ او بلوچستان د سېلاب له امله زيات ځپلې شوي دي٬تېره ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات٬دير او كلام سيمه كښې تباهي شوې۔ ده ??وئيل چې په ټول هېواد كښې د زرو څخه زيات كسان په حق رسېدلې دي او فصلونو ته سخت زيان رسېدلې۔ وزيراعظم ووئيل چې اوسنې سېلاب د كال 2010 سېلاب څخه څو چنده زيات دے٬د زياتو اوبو په سبب بېلا بېلو مسئلو سره مخ شوي يو۔ ده ??وئيل چې د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ كښې د هغه ډله او د اتحادي حكومت غړي شپه ورځ د اولس په خذمت كښې بوښت دي٬خلكو ته تياره ډوډۍ او د څښكلو پاكې اوبه او نورې آسانۍ وركولې كېږي۔ ده ??وئيل چې د سكهر څخه د بلوچستان لاره بند ده د كومې د بحالۍ چې هدايت شوے كومه به چې تر نن شپه بحال كړی شي۔ ده ??وئيل چې د لارې بحالۍ سره به د مرستې سامان ترسيل كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د سېلاب په سب د برېښنا ستنې رالوېدلې دي او ټرانسفارمز ته هم زيان رسېدلې دې۔ده د توان وفاقي وزير خرم دستګير ته هدايت وكړو چې هغه دې په سيمه كښې پاتې كېدو سره د برېښنا ترسيل او د بحالۍ څارنه وكړي۔ ده ??وئيل چې تېره شپه د ايران صدر٬د تركيې صدر او د يو اے اي صدر په ټيليفون خبرې كړی وې۔ هغوي د پاكستان د 22 كروړ اولس لپاره د خپل غم او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ غېر ملكي صدرانو ووئيل چې دا مهال د پاكستان اولس په مشكل كښې دے۔ هغوي ووئيل چې مونږ به د پاكستان حكومت سره بشپړه مرسته كوو۔ وزيراعظم ووئيل چې د تركيې څخه د مرستې سامان الوتكه كراچۍ ته رارسېدلې ده او د يو اے اي څخه د مرستې سامان الوتكه اسلام آباد ته رارسېدلې ده۔ ده ??وئيل چې زه د دوست هېوادونو صدرانو مننه كوم كوم چې د تېر وخت پشان پاكستان سره ولاړ دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د نورو ملګرو هېوادونو څخه هم پیغامونه راروان دي او برتانيې د 1.5 ملين پاؤنډ مرستې هم اعلان كړې دې۔ده ??وئيل چې د تېر وخت پشان په مشكل وخت كښې د كروړونو پاكستانيانو مرسته كونكو د هېواد شتمنو ته خواست كوم چې هغوي د خپلو بوډاګانو٬وروڼو٬ماشومانو٬مياندو او خوئېندو مرسته وكړي كوم چې ستاسو د مرستې په انتظار دي۔ وزيراعظم ووئيل پرون د شپې يو تن 6 كروړه روپۍ عطيه وركړې او وې وئېل چې زما نامه مه اخلۍ٬دغسې د يو بزرګ لخوا په وزيراعظم فلډ رېليف فنډ كښې 45 كروړ روپۍ هم جمع كړې شوې۔ ده ??وئيل چې نن به د شپې د تاجر تنظيمونو پشمول يو پلاوي سره ملاقات كېږي او هغوي به هم د خپلو وطن والو لپاره مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان اولس د ټركونو په حساب سره په خپل مصيبت كښې بوښت وروڼو لپاره سامان رالېږي۔ ده ??وئيل چې ما په خپل ژوند كښې دا ډول سېلاب نه و ليدلې كوم څخه چې ډېر كلي تباه شوي دي٬په زرګونو خلك په حق رسېدلې دي او د كروړونو په شمېر كښې خلك بې كوره شوي او كورونه هم رالوېدلې دي۔ ده ??وئيل چې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام له مخې به ځپليو ته د كورنۍ په سر 25 زره روپۍ وركولې شي٬ كومې چې 38 ارب جوړیږي۔ ده ??وئيل چې دا رقم به د بېنظير انكم سپورټ پروګرام او د اېن ډي اېم اے د لارې په سپيځلې ډول وركولې كېږي دغسې چې تر حق لرونكې ورسي۔ وزيراعظم ووئيل چې د كېش مرستې وركولو عمل به په يوه اونۍ كښې بشپړ كړې شي۔ ده ??وئيل چې د بلوچستان وزيراعلٰی په بريفنګ ك??ې وئېلي او په بلوچستان كښې شوې تباهي ما پخپله وليدله٬دغسې په سندھ كښې هم ډېره تباهي شوې۔ ده ??وئيل چې نن سكهر ته راتلم نو ومې ليدل چې د سندھ درياب اوبو هر پلو تباهي خپره كړې۔ وفاقي حكومت د سندھ حكومت له د 15 ارب روپو مرسته وركړې۔ ده ??وئيل چې زه د ټولو وزيراعلٰی ګانو او د هغوي د ډلو مننه كوم څوك چې شپه او ورځ كار كوي۔ د روغتيا محكمې ډلې لويې محنت سره د سېلاب ځپليو او د هغوي د څاروو طبي مرسته كښې بوښت دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې آرمي چيف ا?? نيول چيف وئېلي دي چې د هغوي ډلې هم په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كارونه كوي او د مواصلاتو ځپلې كېدو په سبب ګڼ شمېر چورلكو څخه د مرستې كار اخستلې كېږي۔ تر دې وخت 50 زره كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوي دي۔ ده ??وئيل چې د آرمي ا?? نيوي پشمول د نورو ادارو چورلكې هم د مرستې په كار كښې بوښت دي۔ ده ??وئيل چې د ??با په غونډه كښې به د ټولو معاملاتو په غور سره جاج اخستلو سره د اوږدې او مينځنۍ مودې لپاره پالېسي مرتب كړې شي۔ده ??وئيل چې په كال 2010م كښې هم سېلاب راغلې و خو د كال 2022م په سېلاب كښې زياته تباهي شوې۔ ده ??ه بلوچستان كښې د مرستې او بحالۍ كارونو لپاره د 10 ارب روپو ګرانټ اعلان وكړو۔ ده ??وئيل چې اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے به په ګډه د بحالۍ منصوبه بندي تياروي كومې لپاره به چې وفاقي حكومت ګرانټ وركوي۔ ده ??وئيل چې د بلوچستان صوبائي حكومت ټول اتحاديان په ګډه تر اولس د هغوي حق رسوي٬پاكستان به په دې سخت وخت قابو موندلو سره انشاﺀالله پرمختګ وكړي۔