اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی)په ټولټاكنو كښې د قامي اسمبلۍ په عمومي نشستونو 11 مېرمنې كاميابې ګرځولې شوي دي په كومو كښې چې د مسلم ليګ (ن) او آزاد كانديدانو څخه 4 ٬ 4 ٬ د پيپلز ګوند 2 او د اېم كيو اېم 1 كانديده شامل ده۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شويو غېر حتمي غېر سركاري نتيجو له مخې د قومي اسمبلۍ اېن اے – 30 پېښور څخه آزاد كانديده شاندانه ګلزر ٬ اېن اے 67 حافظ آباد څخه آزاد كانديده انيقه مهدي ٬ اېن اے 73 ډسكه څخه د مسلم ليګ نون كانديده سيده نوشين افتخار ٬ اېن اے 112 ننكانه څخه د مسلم ليګ نون كانديد شذره منصب علي كھرل ٬ اېن اے 119 څخه د مسلم ليګ نون كانديده مريم نواز شريف ٬ اېن اے 156 څخه آزاد كانديده عائشه نذير ٬ اېن اے 158 وهاړي څخه د مسلم ليګ نون كانديده تهمينه دولتانه ٬ اېن اے 202 خېرپور څخه ډاكټر نفيسه شاه ٬ اېن اے 209 څخه شازيه عطاﺀ مري او اېن اے 232 كراچۍ څخه د اېم كيو اېم پاكستان كانديده آسيه اسحاق كامياب ګرځولې شوې ده۔
په ټولټاكنو كښې د قامي اسمبلۍ په عمومي نشستونو 11 ميرمنې كاميابې وګرځولې شوې
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر