اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې جاپان نزدې ملګرې او باوري اقتصادي شراكتدار ګڼو٬ د “ضرب عضب”عملياتو له امله هېواد كښې د امن او امان صورتحال كښې ځانګړی ښه والې راغلې دې او هيله ده چې جاپان به په دې لړ كښې سفري ايډوائزري فهرست كښې د پاكستان د ګډون جاج واخلي۔ ده دا خبره په پاكستان كښې د جاپان سفير تاكاشي كورائي سره د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د ملاقات پھ مهال وكړه۔ وزيراعظم په دوه اړخيزه اړيكو زور راوړلو سره ووئېل چې پاكستان د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ خاص توګه تجارت٬سرمايه كاري٬بنيادي ډهانچه او د توان په څانګو كښې په مرسته زياتولو كښې خوښي لرو۔ ده ووئيل چې دواړو هېوادونو له په آزاده تجارتي لوظ نامه د خبرو پیل كولو ضرورت دے۔ وزيراعظم په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د جاپاني كمپنو هركلے كولو سره ووئېل چې دې سره به تيار منصوعات پیدا كولو لپاره د پاكستاني صنعتي څانګې د كار استعداد زيات شي۔ د جاپان سفير د پاكستان اقتصادي پرمختګ ستائېلو سره ووئيل چې پھ خاص توګه په جاپان كښې د پاكستان تاثر په كاروبار دوست هېواد كښې بدل شوے۔ ده ووئيل چې جاپان انوسټمنټ ٬ امنيت٬انفراسټركچر او كاروبار دوست چاپیرچل ته زيات اهميت وركوي او په دې دريو واړو څانګو كښې پاكستان ځانګړی ښه والي ترلاسه كړے
سرمايه كارۍ لپاره د جاپاني كمپنو هركلے كوو۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د جاپان سفير سره خبرې
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa