ملتان 22 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې كلين اينډ ګرين پاكستان خواب له عملي شكل وركولو لپاره حكومت شمسي توان په پروژو كار كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اين اېف سي انسټيټيوټ آف انجينئرنګ اينډ ټيكنالوجي ملتان كښې 5 سوه كلو واټ شمسي توان منصوبې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د ګلوبل وارمنګ خطر كمولو لپاره د توان په متبادل ذريعو په تندۍ سره كار روان دې او په دې لړ كښې هائيډرو پراجيكټ او ډيمز جوړولو سره به آرزانه برېښنا پيدا كولو سره د قام حاجت پوره كولو منصوبه بندي شوې ده۔ د توان صوبائي وزير ډاكټر اختر ملك په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د پنجاب حكومت 29 پوهنتونونه په شمسي توان منتقل كول پيل كړې دي په كوم چې كار روان دې۔ده ووئيل ټوله صوبه كښې 11 زره پرائمري سكولونه ب ه هم د روان كال تر آخر په سولر انرجي شفټ كړې شي دغسې پنجاب كښې 2400 د روغتيا بنيادي مركزونهبه هم پرله پسې په شمسي توان منتقل كړې شي۔په دې موقع د پنجاب د توان وزير ډاكټر اختر ملك،ممبران صوبائي اسمبلي محمد ندېم قريشي، سليم لابر او جاويد اختر انصاري او وائس چانسلر ډاكټر ملك اختر علي كالرو هم موجود وو۔
ګلوبل وارمنګ خطر كمولو لپاره د توان په متبادل ذريعو په تندۍ سره كار روان دې۔ خارجه وزير
مضمون کا ماخذ : bolão quina