اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي)د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي د هېواد په كورونا ځپليو ضلعو كښې به د وړومبي نه تر 8م كلاس سكولونه د اپرېل تر 28مه نېټس بند وي٬د نهم نه تر دولسم ټولګي زده كوونكو ته به د سخت اېس او پيز له مخې د اپرېل د 19مې نېټې څخه د بورډ امتحاناتو تيارۍ لپاره سكولونو ته د تللو اجازه وي۔د كيمبرج تر سيوري لاندې د او او اے ليول امتحانات به روان وي۔د ځپليو ضلعو پوهنتونونه به هم بند وي۔صوبائي حكومتونه به ځپلې ضلعې په ګوته كوي۔د نهې په ورځ په اېن سي او سي كښې د غونډې نه پس خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل په غونډه كښې پريكړه شوې چې د هېواد په كورونا ځپليو ضلعو كښې به د وړومبي نه تر 8م ټولګي سكولونه د اپرېل تر 28مه نېټې بند وي٬د ځپليو ضلعو ټاكنه به صوبائي حكومت كوي۔د اپرېل په 28مه نېټه به بېرته غونډه كېږي چې پكښې به پريكړه كولې شي چې آيا سكولونه پرانستلے شي يا دې بند وساتلے شي۔ده ووئيل په هېواد كښې د نهم نه تر دولسم پورې 40 لكه زده كوونكي زده كړې كوي۔سږ كال به د بورډ امتحانات كېږي٬په هېواد كښې 30 بورډونه كار كوي۔ده ووئيل د بورډ امتحانات به د مئي د درېم اونۍ يعني د مئي د 24مې نېټې نه پس پېل كېږي۔د پنجاب بورډونه د مئي د وړومبۍ اونۍ څخه چې كوم امتحاني ډېټ شيټ جاري كړي هغه به هم وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل دې ځل به زده كوونكي امتحانات ضرور وركوي ځكه بايد دوي د امتحانات تيارۍ وكړي۔تېر كال مونږ سره د وړاندې كال ډېټا موجود وه او په دې بنياد دوي پاس شوي وو ٬سږ كال مونږ داسې كوم څيز نه لرو۔ده ووئيل د كيمبرج چارواكو باور راكړے چې دوي به د اېس او پيز خيال ساتي او حكومت به پخپله هم د دې څارنه كوي٬دا امتحانات د 26 اپرېل نه پېل كېږي۔ده ووئيل د بنګله دېش نه علاوه د منطقې په ټولو هېوادونو كښې دا امتحانات كېږي٬د كيمبرج چارواكو له مخې د نړۍ په 80 فيصده هېوادونو كښې د كيمبرج امتحانات اخستلے كېږي۔ده ووئيل په ځپليو ضلعو كښې به پوهنتونونه هم بند وي٬د نورو سيمو پوهنتونونه به پرانستې وي۔ده ووئيل د بورډ امتحانات وروستو پېل كېدو له امله پوهنتونونو ته هم وئېلې شوي چې دوي خپل انټري ټېسټ د بورډونو سره د مشورې نه پس جوړ كړي
د هېواد په كورونا ځپليو ضلعو كښې به د وړومبي نه تر 8م كلاس سكولونه د اپرېل تر 28مې نېټه بند وي۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر