اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار بول نيوز چينل او ډاكټر شاهد مسعود ته په سپكاوي كول د يو ارب روپو هرجانې قانوني نوټس لېږلې۔د ګل په ورځ د خزانې زارت څخه جاري شوي يو پرېس رېليز له مخې ډاكټر شاهد مسعود په 24 جنوري 2017 د بول نيوز چينل خپل پروګرام (لائيوود ډاكټر شاهد مسعود)كښې د وفاقي وزير شخصيت او كردار ته زيان رسولو له بې بنسټھ او د سپكاوي بيان وركړې۔ده د خزانې وزير او پېنډۍ(جي اېچ كيو)ترمينځه د ملاقا?? د ??روغو حواله وركړې۔ حال دا دے چې داسې كوم ملاقات شوې نه دې۔په ياد شوي پروګرام كښې بيان كړی شوې قيصۍ بې بنسټھ ده او د دې د لارې د خزانې وفاقي وزير مقام ته زيان رسول دي۔د خزانې وزير د خپل وكيل د لارې چينل او اينكر ته د سپكاوي قانوني نوټس لېږلې۔پھ كوم كښې چې د بيان ترديد او مناسب معافي غوښتلو سره سره د خزانې وزير مقبوليت او مقام ته د زيان رسولو ازالې په توګه د يو ارب روپو ھرجانې ادا كولو غوښتنه شوې۔په دوئم صورت كښې به د بول نيوز چينل او ډاكټر شاهد مسعود په ضد ديواني او فوځ??ار?? كاروائي كولې شي۔له بلې خوا د خزانې وزير د پيمرا ګيلو كونسل ته هم پھ دې معامله د لبيك پرائيوېټ لمېټډ او بول نيوز چينل په ضد د قانوني او ضروري كاروائۍ كولو خواست كړې
وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار بول نيوز چينل او ډاكټر شاهد مسعود ته په سپكاوي كولو د يو ارب روپو هرجانې قانوني نوټس ولېږلو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ